-
د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی
Jan 19, 2024 02:11د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د دواړو هېوادونو د پولو پر یوې برخې د حملې په اړه، د پاکستان د نه منلو وړ اقدام په غندلو سره اعلان وکړ چې د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی.
-
لوېديځ غواړي له ښځو څخه د وسيلې په توګه کار واخلي
Jan 19, 2024 02:30د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د اسلامي ټولنو په خلاف، چې په ټولنه کې د ښځو رول مهم دی، لوېدیځې ټولنه ښځې ته د وسیلې په سترګه ګوري.
-
د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت دوام د تدریجي مرګ په معنا دی
Jan 19, 2024 01:22د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په دې هېواد کې بې وزلي او د حل لارې په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه په مطلقې بې وزلۍ کې ژوند کوي او د خلکو درېیمه برخه د یوې یا دوه ډوډیو د اخیستو توان نه لري.
-
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی
Jan 19, 2024 01:10د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکي وایي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.
-
د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیت شورا په اصلاح کیدو ټینګار وکړ
Jan 18, 2024 04:09د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیت شورا په جوړښت کښې د اصلاحاتو د کیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
-
د ماسکو او تهران موافقه په وروستۍ مرحله کښې ده
Jan 18, 2024 04:07د روسیې د خارجه وزارت ویاندې وویل: د روسیې او ایران جامع موافقه په فاینل پړاؤ کښې ده او د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو به راتلونکې غونډې کښې به لاسلیک شي.
-
سپاهِ پاسداران جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ ته سخت تاوان ورسوه
Jan 18, 2024 02:32سپاهِ پاسداران جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ ته سخت تاوان ورسوه
-
ایران د پاکستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره پام کوي
Jan 18, 2024 02:24د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د ایران د پوره پام او احترام وړ دی.
-
پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني
Jan 18, 2024 02:00د جمعیت علمای پاکستان مشر څرګنده کړه: پاکستان د نړیوال نظام یوه برخه ده او له نورو هیوادونو مخکښې به په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژني.
-
طالبانو له افغانستان سره د پاکستان د سرحد د بندیدو په هکله خبرداری ورکړ
Jan 18, 2024 01:50په افغانستان کښې د طالبانو حکومت وویل چې د پاکستان له حکومت سره موافقې ته د نه رسیدو په بڼه کښې به د دواړو هیوادونو پولې د تل لپاره بندې شي.