ایران د پاکستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره پام کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د ایران د پوره پام او احترام وړ دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ورور او ګاونډي هیواد پاکستان واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د ایران د اسلامي جمهوریت په احترام باندې په ټینګار سره وویل: د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د ایران د پوره پام او احترام وړ دی.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره په ټیلیفوني خبرو کښې د پاکستان امنیت د ایران امنیت وباله او د ترهګرو ډلو د موضوع په شمول دوه اړخیزو موضوعاتو کښې یې د تهران او اسلام آباد د خبرواترو، د نظرونو د اتفاق او ملګرتیا دوام مهم وباله او د دواړو هیوادونو د پوځي او امنیتي چارواکو ترمینځ شویو پریمانه خبرواترو ته په اشارې سره یې هیله وښودله چې د نظرونه تبادله د دوه اړخیزو اړیکو په سمه لاره او د لاپیاوړو امنیتي ملګرتیا په لړ کښې دوام ومومي.
امیر عبداللهیان څرګنده کړه: د جیش الظلم په نامه بهیر هغه ترهګره ډلګۍ ده چې د دواړو هیوادونو د ګډ امنیت خلاف کار کوي او د ایران امنیت د پاکستان له خاورې څخه د دغې ډلګۍ په لاس په کراتو ګواښل شوی دی او دغې ډلګۍ هم د ایران په خاوره کښې د ترهګرو اقداماتو پړه منلې ده.
د پاکستان خارجه وزیر هم د دواړو هیوادونو ګډو آرمانونو او له یو بل څخه په دفاع کښې د ایران او پاکستان مخینې او هم یې له ترهګرۍ سره مبارزې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران امنیت هم د پاکستان امنیت دی او هرکله چې د ایران خلاف د پاکستان په خاوره کښې کوم ګواښ موجود وي، د پاکستان حکومت به یې پر خلاف اقدام وکړي.
هغه همداشان له ایرانه وغوښتل چې د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو په اړه معلومات پاکستان ته ورکړي او پاکستان به په خپله خاوره کښې په خپله له ترهګرو سره مقابله وکړي.