-
په سیمه کې امنیت په افغانستان کې د ثبات او امنیت له زیاتوالي سره تړاو لري
Feb 17, 2025 03:58زمونږ خبریال د ایرنا په حواله لیکلي، په تاجکستان کې د ایران پخواني سفیر سید رسول موسوي په تهران کې د ایران، افغانستان او روسیې د مفکرینو په دویمه غونډه کې وویل چې د افغان طالبانو د حکومت په اړه هیڅ نړیواله اجماع نشته، او زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه بهر د بندیزونو لاندې د طالب وزیرانو د سفرونو او په قزاقستان او قرغزستان کې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د لرې کولو سره، په افغانستان کې د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو شتون تایید شوی دی.
-
طالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو ووهله
Feb 16, 2025 09:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ چې په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهل شوې ده.
-
ولسمشر کرزي د جرمني په مونشن کې د یوه افغان له لوري برید وغانده
Feb 15, 2025 02:35د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر سره د ۳۶ کسانو ټپي کول غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
-
د غزې په اړه د ټرمپ پلان نړیوالې سولې ته لوی ګواښ دی
Feb 15, 2025 02:18پارس ټوډې – د ترکیې ولسمشر وویل: له غزې څخه د فلسطینیانو د کډه کولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان، نړیوالې سولې ته ستر ګواښ دی.
-
ایران د پاکستان په بلوچستان صوبې کې ترهګریز برید وغانده
Feb 15, 2025 02:07پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې هغه ترهګریز برید چې له امله یې یو شمېر بې ګناه کارګران مړه او ژوبل شول، په کلکه وغندلو.
-
۳۵۰ یهودي خاخامانو د غزې په اړه د ټرمپ له پلان سره مخالفت وکړ
Feb 14, 2025 11:37پارس ټوډې - ۳۵۰ یهودي خاخامانو ډونالډ ټرمپ ته د یوه لیک په لاسلیک کولو سره له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو په تړاو د هغه له پلان سره مخالفت وکړ.
-
د ایران او عمان ترمنځ د سمندري امنیت د پراختیا لپاره پر همکارۍ ټینګار وشو
Feb 14, 2025 11:08پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت او د عمان د سمندري ځواکونو قومندانانو په خپله پنځمه ناسته کې د سمندري امنیت د ښه والي، له هر ډول قاچاق سره د مبارزې، د سمندري سرحدونو د متقابلې ساتنې او د ژغورنې د عملیاتو په زمینه کې د اطلاعاتو او همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
افغانستان باید د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي
Feb 14, 2025 09:16پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پرمهال، د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې شوي او د دغو دوو هېوادونو چارواکو ویلي چې افغانستان باید د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي.
-
د پاکسان په بلوچستان صوبې کې چاودنې لس کان کیندونکي وژلي دي
Feb 14, 2025 09:01د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنایي سیمه کې د ماین په چاودنه کې لس کان کیندونکي وژل شوي او شپږ ټپیان دي. ویل کېږي، د کان کیندونکو موټر پر یوه ماین ختلی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.
-
ملاعبدالغني برادر په دوحه کې د قطر له صدراعظم سره ولیدل
Feb 14, 2025 03:46د قطري رسنیو د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغان ولس پر ستونزو او له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.