د پاکسان په بلوچستان صوبې کې چاودنې لس کان کیندونکي وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157306-د_پاکسان_په_بلوچستان_صوبې_کې_چاودنې_لس_کان_کیندونکي_وژلي_دي
د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنایي سیمه کې د ماین په چاودنه کې لس کان کیندونکي وژل شوي او شپږ ټپیان دي. ویل کېږي، د کان کیندونکو موټر پر یوه ماین ختلی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.
(last modified 2025-02-14T08:06:40+00:00 )
Feb 14, 2025 12:31 Asia/Kabul
  • د پاکسان په بلوچستان صوبې کې چاودنې لس کان کیندونکي وژلي دي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنایي سیمه کې د ماین په چاودنه کې لس کان کیندونکي وژل شوي او شپږ ټپیان دي. ویل کېږي، د کان کیندونکو موټر پر یوه ماین ختلی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.

سیمه ایزوسرچینو ویلي چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سکرو د کان کیندونکو یو موټر د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.

ځايي چارواکي هم وايي چې دغه چاودنه د هرنايي په سیمه کې شوې او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

بلوچستان چې د پاکستان له نا امنه صوبو  څخه ګڼل کېږي، چې په دې وروستیو کلونو کې د ګڼو بریدونو شاهد پاتې شوی. تر دې پخوا په بلوچستان کې کان کیندونکي تښتول شوي او ان په دغه ډول چاودنو کې هم وژل شوي دي.

د بلوڅ بیلتون پالو په نوم وسله واله ډله اجازه نه ورکوي چې په دغه ایالت کې کان کیندنې وشي او له همدې امله ځینې وخت د کانونو کیندونکي ګارګر له وسله والو بریدونو سره هم مخ کېږي.

لا تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه چاودنه د کومې ډلې له لوري شوې او که پر کان کیندونکو خپل چاودېدونکي توکي چاودېدلي دي؛ خو ځايي پولیسو یې په اړه د پلټنو خبر ورکړی دی.

د بلوچستان په خواله رسنیو کې دغه پېښه د سړک غاړې ماین چاودنه یاده شوې ده.