-
د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې د وسلو له نړيوال نندارتون څخه لیدنه کړې
Mar 05, 2024 01:09د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې په هغه هېواد کې د وسلو له نړيوال نندارتون (ډيمډکس) څخه ليدنه کړې ده.
-
د اسلامی ایران امنیت له هیڅ هیواد سره اړونده نه دی
Mar 04, 2024 12:01د اسلامی ایران ولسمشر د هیواد ددفاعي بینادونو پیاوړتیا او دتجروبه لرونکی پولیسي ځواک ته خاص توجه د حکومت یوه مهمه دنده وبلله او زیاته ئې کړه،دفاعي قدرت،اقتصادي ثبات او کلتوري توانمنۍ،د ملي اقتدار درې مهمې مؤلفې دي.
-
د ایران اوپاکستان اړیکې په نوي پړاؤکې لاپراخې اوپیاوړي کیږي
Mar 04, 2024 10:08د پاکستان ولسمشر عارف علوی نن ماسپښین د پاکستان له نوي لومړي وزیر شهباز شریف څخه په یولړ دستورو کې حلف واخست او دهیواد ګټو او مصلحتونو ته ئې پابند کړ.
-
طالبان د نړۍ له درستو هیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دي
Mar 04, 2024 11:27د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د سیاسی چارو مرستیال مولوی عبدالکبیر وائی،چې د افغانستان سرپرست حکومت هیڅکله هم په انزوا کې نه دی او په سیاسی برخې کې مخ په وړاندې روان دی.
-
د امریکا ولسمشران له یوه بله سره هیڅ توپیر نه لري
Mar 04, 2024 11:13د سورئې ولسمشر بشار اسد په یولړ څرګندونو کې په ډاګه ووئیل، دامریکا ولسمشران پخپلو کې سره هیڅ توپیر نه لري ، دوي ټول جنګ سالاران او د لابیو په خدمت کې دي.
-
په ایران کې د اسرائيلو د موساد یو عامل پانسي شو
Mar 04, 2024 11:00د اصفهان ولایت دلوي څارنوال په وینا،د اسرائیلو د موساد عامل ترهه ګر دپانسۍ فیصله نن دمارچ په څلورمه نیټه اجرا شوه او دغه ترهه ګر عامل خپل انجام ته ورسید.
-
ایران او قطر دسرحدي امنیت په تامینولو کې هڅې لا زیاتوي
Mar 04, 2024 10:48سردار محمد رضا قرائي آشتیاني د خالد بن محمد العطیه په رسمي بلنې سره،او دد قطر له لوړپوړو پوځي او دفاعي چارواکو سره د خبرواترو او همداراز د سمندری دفاع د توانمنیو د نندارتون په پرانیستونکو دستورو او کتنې کې د شتون لپاره دوحې ته تللی دی.
-
د بشری حقوقو تش په نامه مدعیان دفلسطینیوپه ضددظلم په مقابل کې ړندۀشوي دي
Mar 04, 2024 09:30د افغانستان د طالبانو د حکومت ریس الوزرا د فلسطین د مظلومو خلکو په ضد د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته په اشارې سره ووئيل، دفلسطین د خلکو به ضد د ظلم په مقابل کې د بشري حقوقو مدعیان ړندۀ او کاڼۀ شوي دي.
-
د اسرائیلو د جنایتونو جرړه پینځه اویا کلنې نیواکګرۍ ته ورګرځي
Mar 04, 2024 01:17زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي د الجزایر له ولسمشر عبدالماجد تبون(Abdelmadjid Tebboune) سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل هغه څه چې نن سبا د فلسطین په غزې تړانګې کښې روان دي نسل کشي او جنګي جنایت دی او د دغه جنایت جرړه د صهیونیسټانو د نیواکګرۍ پینځه اویا کلن تاریخ ته ورګرځي.
-
افغانستان کې سختو واورو 39 کسان وژلي دي
Mar 04, 2024 01:54زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویاند «جانان سایق» وویل په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختې واورې ورېدو له امله ۳۹ کسان مړه شوي دي.