-
د ایران د خارجه وزارت ویاند د برازیل بدلونونو ته غبرګون وښود
Jan 10, 2023 01:35د ایران د خارجه وزارت ویاند په برازیل کښې له تشدده ډکو اقداماتو، بلواؤ، د عمومي اموالو خرابولو او د دغه هیواد په ډیموکراټیکو او حاکمیتي ارګانونو باندې له تیري څخه اندیښنه وښودله.
-
د ازادۍ غوښتنې ځپل هیڅ بریالیتوب نه دی
Dec 29, 2022 01:45العهد خبري سایټ راپور ورکړ د بحرین د ملي وفاق ګوند مشر شیخ علي سلمان د حقیقي اصلاحاتو او د جدي خبرو نشتون د هیواد د اوسني کړکیچ جرړه وبلله او د بحرین واکمنانانو ته په خطاب کښې یې وویل د خلکو د ازادۍ غوښتنې ځپل بریالیتوب نه ګڼل کیږي.
-
ایران په کُردانو باندې د فرانسې د پولیسو حملې ته غبرګون وښود
Dec 25, 2022 02:30د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني په پیرس کښې په معترضانو باندې له تشدده ډګه او توکمپاله حمله چې له امله یې یوشمیر بیګناه خلک ووژل شول، وغندله
-
د ناټو د سیاستونو په ضد د فرانسویانو پراخې مظاهرې
Dec 19, 2022 13:55دغه پراخې مظاهرې چې د مارین لوپن دملی غورځنګ دپخواني مرستیال فلوریّن فیلیپټ په مشرۍ د وطن پال( Les Patriotes )زوړپال ګوند په وسیله منظمې شوې وې ،له ناټو او اروپائي ا تحادئې ېئ د فرانسې د وتلو غوښته وکړه.
-
د بحرین خلکو د سیاسي مشر د خوشي کیدا غوښتنه وکړه
Nov 27, 2022 09:15العالم ټيلي ويژن راپور ورکړی د بحرین یوشمیر خلکو د اعتراضیه غونډو په ترسره کولو سره د هیواد د یوه ستر مشر حسن مشیمع د خوشي کولو غوښتنه وکړه.
-
په پاکستان کښې په مظاهرو بندیز لګیدلی
Nov 26, 2022 01:05زمونږ خبریال وايي د پاکستان امنیتي ادارې تر دوو میاشتو پورې په پلازمینې اسلام اباد کښې د مظاهرو په ترسره کولو بندیز ولګاوه.
-
سیستان و بلوچستان کښې د وروستیو پیښو په اړه د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې د عالي شورا بیانیه
Nov 24, 2022 13:21د اسلامي مذهبونو د نزدې والي د نړیوالې ټولنې عالي شورا د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې له وروستیو پیښو وروسته په یوې خبرپاڼې کښې د قومي او مذهبي تفرقې په رامینځته کولو کښې د دښمن د پلان په شنډولو او د واحد اسلامي امت نندارې ته په وړاندې کولو ټینګار وکړ.
-
د پاکستان خلک باید په ستر لاریون کښې ګډون وکړي
Nov 10, 2022 02:35زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد له خلکو وغوښتل چې نن د پنجاب صوبې په وزیر اباد سیمه کښې چې په ده باندې هلته حمله شوي وه په ستر لاریون کښې ګډون وکړي.
-
د جرمني خلکو د حکومت ضد مظاهرې وکړې
Oct 09, 2022 12:27ایرنا خبري اژانس وايي د جرمني خلکو د حکومت په سیاستونو باندې اعتراض کښې په پلازمینې برلین کښې مظاهرې وکړې.
-
د فرانسې مظاهره چیانو له ناټو څخه د وتلو غوښتنه وکړه
Oct 09, 2022 12:08فارس خبري اژانس وايي د فرانسې په لسګونو زرو خلکو د انفلاسیون او د ژوند د لګښتونو په زیاتیدا باندې اعتراض کښې په پلازمینې پاریس کښې مظاهرې وکړې او له ناټو څخه د فرانسې د وتلو غوښتنه یې وکړه.