-
په تهران کې د آذربایجان جمهوریت سفارت بیا پرانیستل شو
Jul 15, 2024 11:01په تهران کې د آذربایجان جمهوریت سفارت له شاوخوا یو نیم کال وروسته خپل کار بیا پیل کړ.
-
د ایران او یمن ترمنځ مشترکات تاریخي او ژور دي
Jul 15, 2024 08:39د ایران د ولس منتخب ولسمشر د یمن د عالي سیاسي شورا له مشر سره په ټلفوني خبرو کې وویل: د ایران او یمن د اسلامي جمهوریت د دوو ملتونو او هېوادونو ترمنځ مشترکات تاریخي او ژور دي او څوارلسم حکومت به هم د دې مشترکاتو پر بنسټ، د اړیکو د هراړخیز پرمختګ په لټه کې وي.
-
ایران د "آمیا" په چاودنه کې د خپلو اتباعو د لاس لرلو په اړه د خاویر میلي دفتر ادعا وغندله
Jul 14, 2024 13:10پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د «آمیا» په چاودنه کې د ایراني اتباعو د لاس لرلو او تورنولو د ادعا په اړه د ارجنټاین د ولسمشرۍ د دفتر بیانیه او د عدلیې د وزیر بې سنده څرګندونې وغندلې.
-
د نړۍ د آزادو خلکو بیرغ نن زموږ پر اوږو دی / د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو له قوماندانانو سره د منتخب ولسمشر لیدنه
Jul 14, 2024 12:20پارس ټوډې- د ایران منتخب ولسمشر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو له قوماندانانو سره له کتنې وروسته په ټویټ کې وویل: د نړۍ د آزادو خلکو بیرغ نن زمونږ پر اوږو دی.
-
ایران په تېره اونۍ کې
Jul 14, 2024 11:27د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
ډالر د ایران او روسیې ترمنځ له راکړې ورکړې حذف شوي دي
Jul 13, 2024 08:44د ایران د اسلامي شورا مشر ویلي چې د ایران او روسیې ترمنځ ټولې راکړې ورکړې د ډالرو له کارولو پرته ترسره کېږي.
-
د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د کچې زیاتوالی
Jul 11, 2024 12:09د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په روان لمریز کال کې له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو کچه شپاړس میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
-
روسیې ته د ایران د ولسي جرګې د مشر سفر
Jul 11, 2024 11:55د ایران د ولسی جرګې مشر محمد باقر قالیباف د بریکس د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
-
د ایران منتخب ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ پر ختمولو ټینګار وکړ
Jul 11, 2024 09:19د ایران د ولس منتخب ولسمشر په فلسطین کې د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ ختمول، د سیمې د ټولو هېوادونو موضوع وګڼله.
-
له ایران سره د هراړخیزو اړیکو ټینګښت ته د پاکستان هوډ
Jul 10, 2024 11:18د پاکستان وزیراعظم «محمد شهباز شریف» د ایران د خلکو له منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کښې، له تهران سره د اړیکو پراختیا ته د اسلام آباد په چمتووالي باندې په ټینګار سره، پاکستان ته د ایران د ارواښاد ولسمشر د تیر اپریل په سفر کښې د دواړو هیوادونو شوې موافقې، په خپل مینځي اړیکو کښې د بدلانه یو پيچومی دی.