ډالر د ایران او روسیې ترمنځ له راکړې ورکړې حذف شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150268-ډالر_د_ایران_او_روسیې_ترمنځ_له_راکړې_ورکړې_حذف_شوي_دي
د ایران د اسلامي شورا مشر ویلي چې د ایران او روسیې ترمنځ ټولې راکړې ورکړې د ډالرو له کارولو پرته ترسره کېږي.
(last modified 2024-07-13T07:51:42+00:00 )
Jul 13, 2024 12:14 Asia/Kabul
  • ډالر د ایران او روسیې ترمنځ له راکړې ورکړې حذف شوي دي

د ایران د اسلامي شورا مشر ویلي چې د ایران او روسیې ترمنځ ټولې راکړې ورکړې د ډالرو له کارولو پرته ترسره کېږي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف له «راشا ټوډې» ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې، د ایران او روسیې ترمنځ ژورو اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړې چې دواړه هېوادونه د امریکا له یو اړخیزتوب سره د مقابلې لپاره،  د ډالرو له کارولو پرته دوه اړخیزه راکړه ورکړه ترسره کوي.

د ایران د اسلامي شورا مشر ویلي چې ایران او روسیه ګډې ګټې او ګډ دښمنان هم لري، د دې ترڅنګ چې دواړو هېوادونو په مختلفو ټولنیزو، کلتوري، سیاسي، امنیتي او دفاعي برخو کې د دوه اړخیزو ملګرتیاوو لپاره اوږدمهاله او هراړخیزه موافقه لاسلیک کړې ده.

قالیباف همدارنګه بریکس د ایران او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت وباله.

د بریکس د پارلمان لسمه غونډه د پنجشنبې په ورځ د روسیې په سنټ پیترزبورګ کې د اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف په ګډون، د غړو هېوادونو د پارلمانونو د رئیسانو په حضور کې جوړه شوه.

د بريکس نړيواله ډله له پنځو مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو، برازيل، روسيې، چين، هند او سویلي افريقا څخه جوړه ده، چې د ځمکې له 30 سلنې څخه زيات مساحت، د نړۍ نيمايي نفوس او د نړۍ له 30 سلنې څخه زيات اقتصادي ځواک لري، چې کولای شي د نړۍ پر اقتصاد باندې نفوذ ولري او د سیمه ایزې همکارۍ په ډګر کې خورا مهم دی.