د ایران او یمن ترمنځ مشترکات تاریخي او ژور دي
د ایران د ولس منتخب ولسمشر د یمن د عالي سیاسي شورا له مشر سره په ټلفوني خبرو کې وویل: د ایران او یمن د اسلامي جمهوریت د دوو ملتونو او هېوادونو ترمنځ مشترکات تاریخي او ژور دي او څوارلسم حکومت به هم د دې مشترکاتو پر بنسټ، د اړیکو د هراړخیز پرمختګ په لټه کې وي.
د ایرنا د راپور له مخې؛ د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان تیر مازدیګر د یمن د عالي سیاسي شورا د مشر مهدي المشاط د ټلفوني تماس په ځواب کې وویل: په داسې حال کې چې د فلسطین د ملت پر وړاندې د ځینو دولتونو پر بې کفایتۍ به د راتلونکو نسلونو لخوا ملامتي راشي، له فلسطین څخه د یمني ملت ملاتړ به تل د قیمتي جواهر په څېر ځلېږي.
د ایران منتخب ولسمشر همداراز وویل: هیله مند یو چې د بشپړې سولې په رامنځته کېدو او د یمن د محاصرې په ختمېدو سره به، د ایران او یمن ترمنځ د ملګرتیاو د لا پراختیا زمینه برابره شي.
د یمن د عالي سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د ایران له منتخب ولسمشر سره په ټلفوني خبرو کې وویل: د ایران د ملت بریا د نړۍ د ټولو مظلومو ولسونو او د مقاومت د غورځنګ بریا ده. "