-
چینايي هکرانو د امریکا د مالیې وزارت سیسټم هک کړی
Dec 31, 2024 07:58د امریکا د مالیې وزارت چارواکو ویلي چې یوې هکرې ډلې د یاد وزارت پر سیسټم هکري برید کړی دی. دغه ډله د چین ملاتړ له ځان سره لري او د دوی له کمپیوټرونو يې ډېره ډېټا غلا کړې ده.
-
یمن به په صهیونیسټ رژيم توغندوي بریدونو ته دوام ورکړي
Dec 31, 2024 02:50زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي ټینګار وکړ چې په صهیونیسټ رژیم باندې به حملې او د فلسطین له غزې تړانګې ملاتړ دوام ولري.
-
د فلسطین په جبالیا سیمه کښې د اسرائیلو عملیات ختمیږي
Dec 31, 2024 02:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ راډیو په یوه راپور کښې ادعا وکړه د دغه رژيم د پوځ اټکلونه ښودنه کوي چې د غزې تړانګې په شمال کښې په جبالیا سیمه کښې د ځمکنیو عملیاتو پاې ته رسیدل نږدې دي.
-
د ایران پرضد د امریکا او د بریتانیا تورونه هیڅ اساس نلري
Dec 31, 2024 02:24زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دايمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني»
-
امریکا د ټولو لوټماریو او جګړو لومړۍ طرحه کوونکې ده
Dec 28, 2024 02:32د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې په بیان سره چې امریکا د ټولو کودتاګانو، لوټماریو او جنګونو اصلي طرحه کوونکې ده وویل: هغه څه چې یقیني دي د سوریې مسئله په ښکاره یوه پېښه ده، خو په دننه کې د یوې پلان شوې پېښې په توګه ګڼل کېږي.
-
سږکال له ۱۰ زرو ډېر کډوال اسپانیا ته د رسېدو په موخه مړه شوي
Dec 27, 2024 10:41په اسپانیا کې د کډوالو د حقونو یوه بنسټ ویلي چې سږکال له ۱۰ زره ډېر کډوال د سمندر له لارې دغه هېواد ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
-
موزمبیق کې د جنجالي ټاکنو له امله د تاوتریخوالي پېښو کې ۲۱ تنه وژل شوي
Dec 25, 2024 14:06د جنوبي افریقا هېواد موزمبیق کې له جنجالي ټاکنو وروسته تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې له امله یې ۲۱ کسان وژل شوي دي.
-
پر پکتیکا د پاکستان په هوایي برید کې د تلفاتو شمېر ۴۶ کسانو ته ورسېد
Dec 25, 2024 09:49د طالبانو ویاند ویلي چې، تېره شپه د پاکستان د جیټ الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.
-
ایران ګام په ګام سیمه له ترهګرو پاکه کړه
Dec 25, 2024 08:13د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علي لاریجاني پرون وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، ډېر بدلونونه وشول، لکه تپل شوې جګړه، د امریکا لخوا د عراق او افغانستان اشغال، د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو ۳۳ ورځنی جنګ، په سوریه کې جګړه، په سیمه کې د داعش حضور او په یمن کې جګړه؛ خو ایران د انقلاب د رهبر په هوښیارانه رهبرۍ او د شهید جنرال قاسم سلیماني په حضور سره، ګام په ګام سیمه د ترهګرو له ناوړه وجوده پاکه کړه.
-
پر غزې د صهیونیسټي یرغل له پیل راهیسې ۱۴ زره ۵۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي
Dec 24, 2024 04:04د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه راهیسي پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تراوسه ۱۴ زره او ۵۰۰ فلسطیني ماشومان په شهادت رسول شوي دي.