د ایران پرضد د امریکا او د بریتانیا تورونه هیڅ اساس نلري
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دايمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني»
د امریکا او د بریتانیا تورونو ته په ځواب کښې چې د اسرائیلو د استازي په لمسون سره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې ولګول شول وویل : په سره سمندر کښې د ایران د لاسوهنې تورونه داسې بې اساسه ادعاګانې دي چې د تاوتریخوالو د زیاتولو او د امریکا او د هغې د ملګرو لخوا د سیمې د نور بې ثباته کولو لپاره د پلمې د جوړولو لپاره پلان شوي دي.
په ملګروملتونو کښې د ایران دایمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني پرون د ملګروملتونو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په لیک کښې ولیکل : د یمن په هکله د ایران دریځ تل ثابت او پایداره دی.
په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې د یمن د کړکیچ له پیل راهسې ایران د شخړې د حل لپاره د یوې سیاسي حل لارې ملاتړ کړی دی او تهران د پراخ اوربند او د پراخ بنسټه خبرو اترو او د سوله ئیز بهیر چې د یمن د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ احترام وکړي غوښتونکی دی.
هغه ټینګار وکړ چې د سره سمندر د حالت په ارتباط ایران یوځل بیا د کشتیو د تګ راتګ د امنیت د تامینولو لپاره په خپلې ژمنې ټینګار کوي.
په ملګروملتونو کښې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ډاګینه کړه د صهیونیسټ رژیم د استازي لخوا مطرح شوي بې بنیاده تورونه چې د هغه تر ټولو نږدې متحده امریکا هم ورسره ملګري شوي ده د ایران پرغاړه د خپلو ورانونکو فعالیتونو او د غیر قانوني اقداماتو د مسوولیت د اچولو لپاره ښکاره هڅه ده.
هغه وویل دا ایران نه بلکې متخاصم صهیونیسټ رژيم دی چې تل یې لسمونکی سیاست او بې ثباتۍ رامینځته کونکي فعالیتونو تعقیب کړي دي او هغه د سیمې او له سیمې د ورهاخوا هیوادونو د امنیت او د سولې لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.