د فلسطین په جبالیا سیمه کښې د اسرائیلو عملیات ختمیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ راډیو په یوه راپور کښې ادعا وکړه د دغه رژيم د پوځ اټکلونه ښودنه کوي چې د غزې تړانګې په شمال کښې په جبالیا سیمه کښې د ځمکنیو عملیاتو پاې ته رسیدل نږدې دي.
د صهیونیسټ رژيم د پوځ راډیو په داسې حال کښې د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې په جبالیا کښې د ځمکنیو عملیاتو د ختمیدا د نږدې کیدا ادعا کوي چې ځینو خبري سرچینو څو ورځې مخکې په جبالیا کې د پوځي عملیاتو د ختمیدا خبر ورکړی و.
د صهیونیسټ رژيم پوځ د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د غزې تړانګې پرضد د جنګ له پیلیدا وروسته اوس د تلې د میاشتې په پینځلسمه نیټه د غزې تړانګې په شمال کښې خپل پوځي عملیات پیل کړي دي.
نیواکګرو اسرائیلي عسکرو په ځلونو د غزې تړانګې په شمال کښې د مقاومت د له مینځه وړلو ادعا کړي ده خو هر ځل مجبوره شوي دي چې دوباره دغو سیمو ته بیرته ورستانه شي او له مقاومت ډلو سخت ګوزارونه وخوري.
په فلسطین کښې له ډیرو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژيم منلي ده چې په غزې تړانګه کښې د جنګ د څلور سوه دوه پنځوسو ورځو له تیریدا سره سره تراوسه له دغه جنګ څخه خپلو هدفونو یعني د حماس غورځنګ له مینځه وړلو او له غزې تړانګې د صهیونیسټ پوځي بندیانو خلاصولو کښې نه دي بریالي شوي.