-
د لومړي ځل لپاره د افغانستان د صادراتو کچه ۲ میلیارده ډالرو ته ورسېده
Mar 28, 2023 09:24د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله ۱۳۵سلنه او د ۱۳۹۹ لمریز کال په پرتله ۱۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
-
د اټومي موضوع په اړه د خبرو اترو دروازې به د تل لپاره خلاصې نه وي
Mar 28, 2023 09:02د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران په اسلامي شورا کې د اټومو خبرواترو د حد د ټاکلو لپاره د طرحې په مسودې باندې غور کېږی او په دې برخه کې به د خبرو اترو دروازې د تل لپاره خلاصې نه وي.
-
په هسپانیه کې د ایران او سعودي عربستان د سفیرانو لیدنه
Mar 28, 2023 08:45د ایران او سعودي عربستان سفیرانو په مادرید کې سره وکتل او د ځینو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
-
ایران په ډنمارک کې د قرآن کریم سپکاوی غندلی دی
Mar 28, 2023 08:32د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، په ډنمارک کې د یوې افراطي ډلې له لوري یو ځل بیا د قرآن کریم سپکاوی په تېره بیا د روژې په مبارکه میاشت کې په سختو ټکو غندلی دی.
-
تېره میاشت په افغانستان کې د ناچاودو توکو له امله ۳۰کسان وژل شوي
Mar 28, 2023 07:52پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې د تېرې یوې میاشت پرمهال له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان دي.
-
په امریکا کې یوې مېرمنې شپږ کسان وژلي
Mar 28, 2023 07:38د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ د امریکا د تېنسي ایالت د «نشویل» ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي چې درې ماشومان هم پکې شامل دي.
-
هېڅ هېواد د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري
Mar 28, 2023 07:28د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره وايي، د نړۍ هېڅ هېواد اوسمهال پلان نه لري، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
-
ښاغلیه ماکرونه! د فرانسې د ملت د ارادې احترام وکړه
Mar 28, 2023 01:38د ایران د محصیلیینو بسیجي ټولنو شورا په یوې اعلامیې کې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون ته په خطاب کې روښانه کړې ده ،هغه څه چې نورو ته ئې سپارښتنه کوې ،د خپل ملت لپاره ولې پرې سترګې پټوې دخپل ملت د ارادې احترام او ورڅخه ملاتړ وکړه.
-
د عامو افغانانو په نښه کول وحشی توب او ځيږ اقدام دی
Mar 28, 2023 01:02په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ دفتر په کابل کې د خارجه وزارت د ودانۍ په وړاندې په پرونۍ ترهه ګرې حملې سخت غبرګون ښودلی او وئيلي ئې دي ،پر عامو افغانو حملې د انسانیّت او نړیوالو قوانینو خلاف ورزي او یو ځيږ اقدام دی .
-
د خواف–هرات ریل پټلۍ د ایران او افغانستان لپاره یوه حیاتي پروژه ده
Mar 27, 2023 12:23د هرات والی د افغانستان له ولس سر ه د اسلامی ایران د مرستو اوملاتړونو په تبیره بیا د خواف-هرات د ریل پټلۍ او اقتصادي پروژو د بشپړولو په قدرونې سره دا ددواړو هیوادونو لپاره یوه حیاتي پروژه وبلله او ددغې پروژې د لازر افتتاح کولو په ضرورت ئې ټينګار وکړ.