-
د افغانستان او ایران ترمنځ د فولادو صنعت په اړه د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
Oct 11, 2026 16:21د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا په لړ کې، د ایران د فولادو صنایعو استازو د افغانستان د فولادو فابریکو له عمومي رئیس، انجینر پرویز خواجهزاده سره لیدنه کړې ده.
-
له خپلو وړاندې کړئ شوو شرطونو څخه به شاتګ ونه کړو
Sep 27, 2026 05:38د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څنډې کې ئې په ټولو غونډو کې د هرمز تنګي په اړه د خپل هېواد پر شرطونو او غوښتنو ټینګار کړی دی
-
افغانستان او ایران پخپلو کې سره پیاوړی اړیکې لري
Sep 25, 2026 12:34زمونږخبریال راپور راکړ، دافغانستان په کابل کې دایران د سفارت مرستیال په کندهار کې دطالبانود حکومت له ویندوي سره ناسته کړې او د دوو اړخیزو اړیکو او مناسباتو په باب ئې ورسره خبرې اترې کړي دي.
-
د دښمن پر وړاندې به یوه لویشت هم شاتګ ونه کړو
Sep 23, 2026 12:48پارس ټوډې ــ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنی ځواک قوماندان وویل: لکه څنګه چې د مقدسې دفاع د جنګ پر مهال مو د دښمن پر وړاندې شاتګ ونه کړ، همداسې به اوس هم د دښمن پر وړاندې یوه ذره هم شاتګ ونه کړو.
-
ایران او پاکستان په سیمهییزو ظرفیتونو باندې په تکیې سره خپلې اړتیاوې پوره کولی شي
Sep 22, 2026 06:28د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره په پراخو ظرفیتونو په ټینګار سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ټوریزم، پانګونې او کلتوري او علمي تعاملاتو په برخو کې د تهران او اسلاماباد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل:د ګډو پانګونو په پراختیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ په اسانتیا سره د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ژورې کولی شو.
-
خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده
Sep 20, 2026 13:49زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي مسوول وايي، خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ فرهنګي میراث یوه برخه ده او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي.
-
د افغانستان په ولایت هرات کې د درې زره ټنو د ساتنې وړتیا لرونکې سړه خونه پرانیستل شوه
Sep 20, 2026 11:21د خونې جوړوونکی او هراتی پانګهوال، جمشید کمال، وایي، پر دې خونه یې، چې چارې یې په شپږو میاشتو کې پای ته رسېدلې، یو نیم میلیون ډالر لګولي دي. د هغه په وینا، دا خونه د درې زره ټنو، یا درې میلیونه کیلوګرامو، توکو د ساتنې وړتیا لري.
-
د افغانستان د امارتي شرکتونو د مشر په تهران کې لیده کاته
Sep 15, 2026 14:41د افغانستان د حکومتي شرکتونو د ادارې مشر احمدجان بلال، چې د ایران د تیلو وزارت په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ ايران ته راغلی، په تهران کې ئې د ایران د تیلو وزارت له مرستیال او د ایران د تیلو د تصفیې او تیلي محصولاتو د ملي شرکت له عمومي مشر محمدصادق عظیميفر سره لیدلي.
-
کابل به د افغان کډوالو په باب د ایران ،ملګروملتو او طالبانو د ناستې کوربه وي
Sep 11, 2026 17:28د افغانستان کابل به په نزدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د مشکلاتو د ارزونې لپاره د ایران ،ملګروملتو او طالب حکومت د درې اړخیزې ناستې کوربه وي.
-
په پاکستان کې د افغان محصلینو منل منع شول
Sep 09, 2026 06:41په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا په غیر قانوني د اوسیدونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو او سرحدي ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې روانه ده، د پاکستان په طبي پوهنځیو کې د افغان محصلینو منل منع شوي دي.