-
دIAEAله مشر سره به په ډیرو مهمو موضوعګانو بحث وشي
Feb 20, 2021 13:13علی اکبر صالحي وئيلي دي ، له بده مرغه په نړیوالو رسندویو کې د آژانس دپټو اطلاعاتو لیک کیدا، یو ناخوښ بهیر دی چې له تیرو کلونو راهسې هماغه راز دوام لري او په دې باب د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو آژآنس ته خپل کتبی او شفاهي اعتراضونه وړاندې کړي دي ..
-
په ایران کې نور ۶۸کسان د کرونائي ویروس قرباني شول
Feb 20, 2021 13:08تر دې دمه په کرونا ککړ یومیلیون درې لکه اته دیرش زره کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتوننو هم رخصت شوي دي .
-
پر ایران د زیاتره دباؤ سیاست هیڅ نتیجه نه ده ورکړې
Feb 20, 2021 11:25له بل پلوه د سپينې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جیک سالیون د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو هیوادونو په غونډې کې د ګډون لپاره د اروپائي اتحادئې د بلنې دمنلو لپاره دامریکا فیصلې ته په اشارې سره وئيلي دي جوزف بایډن له مونږه غوښتني دي څو له ایران سره د خبرواترو دپیلیدا لپاره دې د اروپا له بلنې سره موافقه وکړي .
-
په ایران د وسلو له خرڅلاوه دډډه کولولپاره دهیوادونو قانع کولو ته دوام ورکوو
Feb 20, 2021 11:08نډ پرایس په ملګروملتو کې د ایران په ضد دبندیزونو له جوړښته ډډه کولو ته په اشارې سره ټينګار کړی ،د سنیپ بِک یا هماغه د ماشې میکانزم د دریځ بیرته اخستل چې د ټرمپ حکومت غوره کړی ؤ ، د ایران په باب له امنیت شورا سره په تعامل کې د مونږ دریځ پیاوړی کوي .
-
نړیواله ایټمي موافقه دې پیاوړي او اجرا شي
Feb 20, 2021 10:34د ایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئيلي دي ، که امریکابیرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا او دخپل باؤر بیرته ترلاسه کول غواړي ، نو پکارده د ایران په ضد بیرته لګول شوي درست بندیزونه لغوه کړي .
-
د یمن مارب ولایت کې دیمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو پرمختګ هماغه راز دوام لري
Feb 20, 2021 10:06په مارب ولایت کې د یمن د وسلوال پوځ پرمختګ او ددغه ښار لږترلږه دیرشو کیلومیټرو ته ددغو ځواکونو رسیدا ددغه ښار د نسکوریدا لهویرې د سعودي ائيتلاف د صنعاء ښار ختیځي دروازه شمیرل کیږي ، دغه ولایت ته ډير زیات پوځیان سره د تجهیزاتو لیږدولي دي .
-
د ایران او افغانستان صادراتي او وارداتي فعالیتونه بیرته پیل شول
Feb 20, 2021 09:36اسلام قلا ګمرک د افغانستان په لویدیځ کې ددغه هیواد یو تر ټولو مهم ګمرک دی چې افغانستان ته دایران د ګمرکاتو له لارې لازیات تجارتي شیان وارد او نورو هیوادونو ته صادریږي .
-
د افغانستان سیاسی نظام ددرست ولس اساسی غوښتنه ده
Feb 20, 2021 09:15د افغانستان د خارجه وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د سولې دخبرواترو د دوهم پړاؤ له پیلیدا سره په یووخت ، د افغانستان په مختلفو سیمو کې دطالبانو حملې اوبمي چاودنې ډيرې زیاتې شوي دي او حکومت ئې دلیل هم دخبرواترو پر میز د خپل دریځ دپياوړتیا او له حکومته دلازیاتې ونډې داخستو لپاره دطالبانو ډلې هڅه ګني .
-
په کابل کې درو چاودنو بیا د یوشمیر کسانو وینه وبهوله
Feb 20, 2021 08:44په همداوروستیو کې د افغانستان دکابل پشمول په زیاترو سیمو کې د افغان پوځيانو او طالبانوډلې دوسلوالو ترمینځ په اوڅاره توګه نښتې زیاتې شوي او وئيل کیږي ، چې ښائي دغه ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې شي ، ځکه په دوحې کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ شوي موافقې ناکامیدا او همداراز دبین الافغاني خبرواترو بندون ددرستو افغانانو هیلې پيکه کړي دي او دا امریکائي ترهه ګرپوځيان دي چې په خړو اوبو کې کبان نیسي او د افغان ولس وینه بهوي .
-
په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو ماموریت دوام لري
Feb 20, 2021 10:20د طالبانو ډلې دمرکچي ټيم مشر ملابرادر په همداوروستیوکې له امریکا غوښتي چې له افغانستانه دې د امریکائي پوځيانو د ویستلو په زمینې کې له طالبانو ډلې سره موافقې ته پابنده ووسي اوخبرداری ئې ورکړی،چې طالبان به نوره په دغه هیواد کې د بهرنیانو لاسوهنې ونه زغمي .