-
دامریکا د قربانیانو کورنۍ د عربستان پرضد شکایت کوی
Apr 08, 2018 01:58زمونږخبریال وایی د امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې د ترهګرو حملو د قربانیانو کورنۍ په بریدونو کښې د سعودی عربستان د لاس لرلو په دلیل د ریاض پرضد په یوه(۱) شکایت کښې نوی فیصلې اعلانوی .
-
امریکاپه سورئې کې دکیمیائی وسلو دهرډول څیړنومخه نیسی
Apr 06, 2018 03:22ډیری خپلواکه سرچینو تائید کړې ده چې دسورئې په ځینو سیمو کې داعشی تکفیریانو له کیمیائی وسلو استفاده کړې ،څو امریکا او لویدیځی ملاتړی ئې تور پر سوروال حکومت ولګوی او همدا د سورئې پر مځکې دحملې لپاره یوه پلمه وګرځی .
-
حماس غورځنګ له اسرائیلوسره د هرډول اړیکو له عادی کولوسره مخالف دی
Apr 06, 2018 01:27دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د صهونیسټ رژیم د موجودیّت په باب دسعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پخپلې اعلامیې کې اعلان کړی ، حماس غورځنګ دقدس له نیواکګر رژیم سره داړیکو عادی کول چې په هره بڼه وی ،په کلکه ردوی .
-
د سعودي د وليعهد مقام غوښتنه په يوې لاعلاجه بيمارۍ بدله شوې ده
Apr 06, 2018 11:57د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د سعودي د بدفکره وليعهد مقام غوښتنه له حد او اندازې نه بهر شوې او په يوې لا علاجه بيمارۍ بدله شوې ده.
-
مقاومت اومبارزه دمظلوم فلسطین دژغورنې یوازینۍلاره ده
Apr 05, 2018 00:44داسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینوولی امرحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیه د څه موده مخکې لیک په ځواب کې ټینګار کړی ، له غاصب ،دروغجن او دوکه ورکونکی رژیم سره دخبرواترو په لور حرکت ، یوه نه بخښونکی تیروتنه ده، چې د فلسطین د ملت بریالیتوب ځنډوی او کړیدلی او مظلوم ملت ئې له تاوان ورکولو پرته بله پایله نه لری .
-
وهابیّت د امریکائی استکبارپه لاس راپنځول شوی دی
Apr 05, 2018 03:34په تیرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان کې د تکفیر اووهابّیت ډیره وده کړې او داسلام اومسلمانانو دبدنامولو لپاره د القاعدې اوداعش په څیر د تکفیری ترهه ګرو ډلو سرچینه شوی دی .
-
دعربستان په لیشلو سره به په سوریی کې باتې شو
Apr 05, 2018 02:17امریکایان وایی دسورئې دراتلونکی لپاره به له خپلو متحدانو سره دملګرتیا لپاره په دغه هیواد کې پوځی شتون ته دوام ورکړو .
-
اسلامی ایران داستکبار په وړاندې د مقاومت بیلګه ده
Apr 05, 2018 01:12دپاکستان د ولسی جر ګې دغې غړې ددې خبرې په کولو سره چې دعربستان په مشرۍ په پوځی ائیتلاف کې دپاکستان درول په باب ډیر زیات ابهامات او شکونه شته دی ، ووئیل ، پاکستان له ډیرو داخلی او بهرنیو چیلنجونو سره لاس او ګریوان دی او په دغه شان موضوع کې باید ځان له سیمه ایزو سیالیو لیرې وساتی .
-
دامریکایو اړخیز پالنه د نړۍ دامنیت لپاره دخطرې ټلۍ ده
Apr 05, 2018 01:03دایران خارجه وزیر د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له سعودی عربستان څخه دکلنګ اخستو او لیشّلو په ملنډو ډکې اشارې سره هم وئیلی دی ، د امریکا دولسمشر په لاس د سعودی عربستان لیشل هماغه راز دوام لری .
-
سعودی عربستان په ډاګه د اسرائیلو ملاتړ اعلان کړ
Apr 04, 2018 00:54زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان چې د واک او قدرت ډیر تږی کس دی دامریکا له اټلانټیک(Atlantic) مجلې سره په مرکه کښې وویل اسرائیل حق لری چې یو(۱) هیواد ولری .