-
په عربستان کی دوه نور ځوانان په پانسۍ محکوم شول
Jul 10, 2018 01:39سعودی رژیم په حکومت له هر ډول سوله ایز اعتراض سره سخت چلند کوی او د معترضانو په ترهه ګرو بللو سره هغو ته سختې سزاګانې ورکوی .
-
د فلسطینی او یمنی ماشومانو وژل باید ودرول شی
Jul 10, 2018 01:05ښاغلی غلام علی خوشرو وویل په داسی حال کی چی د اسراییلو رژیم هماغه راز د فلسطینی ماشومانو وژلې ته دوام ورکوی خو له بده مرغه عمومی منشی تراوسه دغه رژیم په وسله والو لانجو کی د ماشومانو د حقوقو په اصلی خلاف ورزۍ کونکیو لیسټ کی ندې راوستې .
-
دامریکا ټوله هڅه داسرائیلود رژیم ساتل دی
Jul 09, 2018 07:43ایرنا خبری اژانس وایی دایران درهبرۍ د خبرګانو د جرګې د رئیسه پلاوی ویاند ایت الله سید احمد خاتمی بیګا په شمال لویدیځ کښې په زنجان ولایت کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د شپږم(۶) امام حضرت جعفر صادق علیه السلام د شهادت دکلیزې په مراسمو کښې ټینګار وکړ د ایران د اسلامی جمهوریت سپیڅلی نظام په سیاسی او اقتصادی ډګر کښې پیاوړی نظام او یو(۱) دفاعی قدرت دی .
-
په استنبول کښې د آل سعود خلاف مظاهرې وشوې
Jul 08, 2018 15:24د ترکیې د استنبول ښار خلکو د عربستان خلاف د پراخو مظاهرو په کولو سره د یمن د خلکو خلاف د آل رژيم جنایتونه وغندل.
-
اسلامی ایران به د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکړی
Jul 08, 2018 00:27مهر خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر په تهران کښې د فلسطین له سفیر صلاح الزواوی سره په کتنې کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت به دفلسطین ملاتړ ته دوام ورکړی .
-
امریکا او اسرائیل په فلسطینیانو خپله اراده نشی تپلی
Jul 07, 2018 11:38دمینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند حسین شیخ الاسلام د فلسطین له خلکو په نړیوال او سیمه ییز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا او صهیونیسټ رژیم دفلسطین په ملت خپله اراده نشی ورتپلی .
-
د ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د صهیونیسټي رژيم جنایتونه زیات شوي دي
Jul 07, 2018 03:17د ترکیې سیاسي کارپوه وویل: په امریکې کښې ولسمشرۍ ته د ډونلډ ټرمپ له رسیدو وروسته د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونه ډیر شوي دي.
-
د ستنیدو په ستر لاریون کښې یو بل فلسطینی شهید شو
Jul 07, 2018 03:10د ستنیدو په پنځلسم ستر لاریون کښې چې له مارچ میاشتې پيل شوی او لاهم دوام لري، یو فلسطیني شهید شوی او لسګونه نور د صهیونیسټو پوځیانو په لاس زخمي شول.
-
صهیونیسټان د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ اختلاف غواړي
Jul 06, 2018 10:27د تهران د جمعې د لمانځه موقته امام وویل: صهیونیسټان د مسلمانانو ترمینځ اختلاف اچوي او له بلې خوا په خپلو رسنیو کښې دغه اختلافات نندارې ته وړاندې کوي څو ووايي چې د اسلام حقیقت همدغه دی.
-
دایران هدف داعش ډلې ته اساسی ګوزار ورکول وو
Jul 05, 2018 00:29زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې په سوریې کښې د ایران اصلی هدف داعش ترهګرې ډلې ته اساسی ګوزار ورکول وو وویل ایران به دترهګرو تر بشپړه نابودۍ او دصهیونیسټ رژیم په شمول د ترهګرو دملاتړو هیوادونو تر ناهیلی پورې په سوریې کښې شتون ولری .