دامریکا ټوله هڅه داسرائیلود رژیم ساتل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74506-دامریکا_ټوله_هڅه_داسرائیلود_رژیم_ساتل_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دایران درهبرۍ د خبرګانو د جرګې د رئیسه پلاوی ویاند ایت الله سید احمد خاتمی بیګا په شمال لویدیځ کښې په زنجان ولایت کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د شپږم(۶) امام حضرت جعفر صادق علیه السلام د شهادت دکلیزې په مراسمو کښې ټینګار وکړ د ایران د اسلامی جمهوریت سپیڅلی نظام په سیاسی او اقتصادی ډګر کښې پیاوړی نظام او یو(۱) دفاعی قدرت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2018 07:43 Asia/Kabul
  • داسرائیلو  تل اویو (Tel Aviv)او حیفا (Haifa)ښارونه به د ایران په توغندیو سره له خاورو سره خاورې شي .
    داسرائیلو تل اویو (Tel Aviv)او حیفا (Haifa)ښارونه به د ایران په توغندیو سره له خاورو سره خاورې شي .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران درهبرۍ د خبرګانو د جرګې د رئیسه پلاوی ویاند ایت الله سید احمد خاتمی بیګا په شمال لویدیځ کښې په زنجان ولایت کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د شپږم(۶) امام حضرت جعفر صادق علیه السلام د شهادت دکلیزې په مراسمو کښې ټینګار وکړ د ایران د اسلامی جمهوریت سپیڅلی نظام په سیاسی او اقتصادی ډګر کښې پیاوړی نظام او یو(۱) دفاعی قدرت دی .

هغه وویل نن سبا د ایران دملت پرضد د دښمانانو اقتصادی جنګ ښکاره شوی دی او هماغه ډول چې دایران خلکو د عراق د بعث رژیم  اته(۸) کلن تپلی جنګ په ترټولو کمو پوځی امکاناتو سره سر ته ورسوه  اوس به هم له دغه پړاو څخه په بریالیتوب سره تیر شی .

ایت الله خاتمی په ایران کښې داسلامی حکومت په جوړیدا د استکبار د نظام حیرانتیا ته په اشارې سره وویل مستکبرانو داسې تصور نه کاوه چې دایران د اسلامی جمهوریت نظام څلویښت(۴۰) کلنۍ ته ورسیږی او په دې موده کښې دښمانانو اسلامی نظام ته دګوزار د ورکولو لپاره ډیرې هڅې وکړې .

دایران درهبرۍ دخبرګانو د جرګې د رئیسه پلاوی  ویاند ایت الله سید احمد خاتمی دهیواد د وسله والو ځواکونو په چمتووالی او اقتدار ټینګار سره وویل دې ته په پام سره چې دامریکا ټوله هڅه د صهیونیسټ رژیم ساتل دی واشنګټن باید پوه شی په ترټولو کوچنۍ غلطۍ کولو سره به  داسرائیلو  تل اویو (Tel Aviv)او حیفا (Haifa)ښارونه د ایران په توغندیو سره له خاورو سره خاورې شی .