صهیونیسټان د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ اختلاف غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74407-صهیونیسټان_د_شیعه_او_سني_مسلمانانو_ترمینځ_اختلاف_غواړي
د تهران د جمعې د لمانځه موقته امام وویل: صهیونیسټان د مسلمانانو ترمینځ اختلاف اچوي او له بلې خوا په خپلو رسنیو کښې دغه اختلافات نندارې ته وړاندې کوي څو ووايي چې د اسلام حقیقت همدغه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2018 10:27 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ اختلاف غواړي

د تهران د جمعې د لمانځه موقته امام وویل: صهیونیسټان د مسلمانانو ترمینځ اختلاف اچوي او له بلې خوا په خپلو رسنیو کښې دغه اختلافات نندارې ته وړاندې کوي څو ووايي چې د اسلام حقیقت همدغه دی.

آیت ا... محمد امامي کاشاني د تهران د جمعې لمانځه د دې اونۍ په خطبو کښې په دې خبرې سره چې د دښمن په وړاندې باید خلکو ته نزدې شو څو دښمن پکښې نفوذ ونه کړی شي، څرګنده کړه: په ټیلیویژني چینلونو کښې د انګلیسي تشیع بهیر د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د اختلاف سبب کیږي او صهیونیسټان همدغه اختلاف غواړي.

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب د امام زمان (عج) د غیبت په زمانه کښې د بشپړو شرایطو لرونکی ولایت فقیه د اسلامي ټولنې د یو والي معیار وباله او زیاته یې کړه: دښمن نن سبا د ایران خلاف اقتصادي جنګ ډیر مهم رول لوبوي.

هغه همداشان د شپږم معصوم امام حضرت جعفر صادق عیله السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په تسلیت ویلو سره ټینګار وکړ: لکه څنګه چې امام صادق علیه السلام په خپله زمانه کښې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت په لټه کښې و، نن سبا هم د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د کلمې وحدت د امام زمان(عج) غوښتنه ده.