د ستنیدو په ستر لاریون کښې یو بل فلسطینی شهید شو
د ستنیدو په پنځلسم ستر لاریون کښې چې له مارچ میاشتې پيل شوی او لاهم دوام لري، یو فلسطیني شهید شوی او لسګونه نور د صهیونیسټو پوځیانو په لاس زخمي شول.
د فلسطین الیوم خبري سایټ د رپورټ له مخې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره وویل: د محمد جمال علیان ابوحلیمه په نوم یو ۲۲ کلن ځوان چې پرون د غزې په ختیځ کښې د ستنیدو د ستر لاریون په دوام کښې د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو زخمي شوی و، شهید شو.
هغه همداشان پر فلسطینیانو د صهیونیسټو ځواکونو په پرونیو ډزو کښې د څه باندې ۱۴۰ فلسطینیانو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د غزې خلک د هغو لاریونونو په چوکاټ کښې چې د روان کال د مارچ له دیرشمې نیټې پیل شوي دي، هره جمعه د غزې او نیواکي ټاټوبي ترمینځ سیمه کښې په راغونډیدو سره د ستنیدو لپاره د فلسطینیانو پر قانوني حق، د غزې تړانګې د محاصرې په ختمیدو او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په بندیدو ټینګار کوي.