امریکا او اسرائیل په فلسطینیانو خپله اراده نشی تپلی
-
مریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان یې غواړي د فلسطین د ملت حق تر پښو لاندې کړي .
دمینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند حسین شیخ الاسلام د فلسطین له خلکو په نړیوال او سیمه ییز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا او صهیونیسټ رژیم دفلسطین په ملت خپله اراده نشی ورتپلی .
هغه له ایسنا خبری اژانس سره په مرکه کښې په غزې تړانګه کښې د فلسطین دخلکو دمظاهرو دوام ته په اشارې سره وویل لاریونونه دیوې زړورې ، مدبرانه او د هوښیارۍ دمقابلې یوه لاره ده چې دفلسطین ملت دتل په شان د امریکا، دصهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان له دسیسې سره د مقابلې لپاره غوره کړی ده او دغه لاریونونه له نړیوالو قوانینو سره سمون خوری .
د مینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند حسین شیخ الاسلام زیاته کړه په اوسنیو شرایطو کښې چې امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان یې غواړی د فلسطین د ملت حق تر پښو لاندې کړی د فلسطین خلک په لاریونونو سره نړیوالو ته دغه خبره کوی نیت لرې خپل ټاټوبی او خپلو کورونوته بیرته ورستانه شی .