-
عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو په خاطر محاکمه شي
Nov 10, 2022 02:14زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت غړي محمد البخیتي له صهیونیسټ رژیم سره د ارتباط او د ملګرتیا کولو په خاطر د سعودي عربستان د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
-
د بحرین سیاسي مشر د انتخاباتو په بایکاټ ټینګار وکړ
Nov 10, 2022 01:04د بحرین د جمعیت اسلامي ګوند د مشر مرستیال عبدالله صالح وویل: له انتخاباتو سره په مخالفت کولو کښې د بحرین د ملت په څنګ کښې ولاړ یوو او په ټولو سوله ییزو رودو سره د انتخاباتو له ماتي سره د مخامخ کولو هڅه کوو.
-
د اسرائیلو په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون کم دی
Nov 02, 2022 01:38ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم د لیکوډ ګوند مشر بنیامین نتانیاهو چې داسې ښکاري د دغه رژیم د پارلمان په انتخاباتو کښې د رایو ورکونکو د ګډون په کمیدا اندیښمن دی له خپلو پلویانو وغوښتل چې په انتخاباتو کښې پراخ ګډون وکړي.
-
له لبنان سره هوکړه، د حزب الله په وړاندې د تسلیمۍ هوکړه ده
Nov 01, 2022 09:29د صهیونیستي رژیم د اپوزیسیون سرغنه د سمندري حدودو په سر لبنان سره موافقه، د حزب الله په وړاندې د دې رژیم د بشپړه تسلیمی په معنا وباله.
-
انتخابات صهیونیسټ رژیم ته روا والی نه ورکوي
Nov 01, 2022 01:53العهد خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند عبداللطیف القانوع په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژیم له داخل څخه دړې وړې شوی دی وویل؛ انتخابات دغه رژیم ته روا والی نه وربښي.
-
د سیمې عرب هیوادونه د اختلاف د رامینځته کولو هڅه کوي
Nov 01, 2022 00:30فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل: د سیمې ځینې عرب حکومتونه په خارجي لاسوهنو سره د اسلامي هیوادونو ترمینځ او په سیمه کښې د اختلاف د رامینځته کولو کوشش کوي.
-
عربی اتحادیه دې د سورئې،لیبیا او یمن بحرانونوحل لاره ولټوي
Oct 31, 2022 03:56سوریه په ۲۰۱۱کال کې د عربستان،امریکااو دهغې دمتحدانو له بشبړ ملاتړه برخمنو ترهه ګرو ډلو له یرغلونو سره او دغه راز یمن په ۲۰۱۵کال کې د عربستان په مشرۍ تر دې دمه د سعودي ائیتلاف له بې آمانه حملو سره مخامخ شوی دی او ددغو دواړو هیوادونو مظلوم ولسونه ئې کډوالۍ ،بې وځلۍ او لوږې او تندې سره لاس اوګریوان کړي دي او دلکونو خلکو وینه ئې بهولې ده.
-
له صهیونیسټي رژيمه دامریکا او لویدیځ ملاتړدبشري حقوقو دخلاف ورزۍترټولولوي مصداق دی
Oct 26, 2022 01:54په نابلس ښار او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې په رام ا... دصهیونیسټ رژيم د وحشي پ،ځیانو دپرون سهار وختي یرغل کې شپږ فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۲۲نور ټپيان شوي دي .
-
صهیونیسټ رژيم ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه نه ورکوو
Oct 21, 2022 02:44مهر خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال محمد پاکپور وویل د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله اجازه ورنکړي چې جعلي صهیونیسټ رژيم د سیمې په هیوادونو کومه پوځي او استخباراتي اډه ولري.
-
په ایران اسلامي جمهوریت کښې له بلواو په ملاتړ د امریکا تمرکز ولې؟
Oct 16, 2022 11:16د امریکا د سپينې ماڼۍ ویاند «کارین ژان پي یر» د ایران په ناکراریو باندې د واشنګټن د تمرکز خبر ورکړ