عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو په خاطر محاکمه شي
زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت غړي محمد البخیتي له صهیونیسټ رژیم سره د ارتباط او د ملګرتیا کولو په خاطر د سعودي عربستان د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
سعودي عربستان هره ورځ له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په لور ډیر ګامونه پورته کوي او د فارس خلیج په عربو هیوادونو او عربستان کښې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کیدا د منلو لپاره عمومي او د سیاسي فضا د چمتوکولو په هدف سره یوشمیر اقدامات ترسره کوي.
په همدې اساس د سعودي عربستان دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان څه موده مخکې له اټلانټیک مجلې سره په مرکه کښې ویل مونږ اسرائیل یو دوښمن نه ګڼو بلکې په ډیرو بالقوه ګټو کښې چې هغه په ګډه تعقیبولی شو صهیونیسټ رژیم د یوه شریک په توګه ګڼو.
دغه راز سعودي عربستان په تیرې اګست میاشت کښې له خپل هوايي حریم څخه د اسرائیلو رژیم د الوتکو د تیریدا اجازه ورکړه.
په همدې ارتباط د یمن د ملي ژغورنې د حکومت یوه غړي محمد البخیتي وویل د سعودي عربستان ال سعود رژيم نشي کولای یمن له ایران سره د اړیکو په خاطر محاکمه کړي او دا عربستان دی چې باید له اسرائیلو سره د اړیکو او د ملګرتیا په خاطر محاکمه شي.