صهیونیسټ رژيم ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه نه ورکوو
مهر خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال محمد پاکپور وویل د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله اجازه ورنکړي چې جعلي صهیونیسټ رژيم د سیمې په هیوادونو کومه پوځي او استخباراتي اډه ولري.
هغه پرون د ایران د ستر اقتدار د پوځي مانورې د ترسره کیدا په څنګ کښې وویل د اقتدار پوځي مانوره د نړۍ د ورهاخوا هیوادونو د پوځونو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د اقتدار او د وس ښودنه کوي.
محمد پاکپور له سرحدونو د ایران د پوځي او د سرحدي ځواکونو دفاع کول د پردیو د نفوذ په وړاندې د ایران د قوت ټکی وباله او ویې ویل د ایران وسله وال ځواکونه به د فارس خلیج په شمول او هغه سیمو کښې چې د ایران امنیت او ملي ګټې تامینوي ټولو سیمو کښې پوځي مانورې ترسره کړي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان محمد پاکپور ډاګینه کړه د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت او د ملي ګټو دفاع کول د وسله والو ځواکونو سره کرښه ده او په سرحدونو کښې هر ډول بدلون به د ایران په امنیت او اقتدار باندې اغیز وشیندي.
هغه زیاته کړه د ایران د وسله والو ځواکونو ، سربازانو او د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت د مدافعانو اقتدار تر دې حده دی چې هیڅ هیواد سیمې ته د نفوذ کولو قدرت نلري او ایران د استکباري هیوادونو په مقابل کښې پیاوړي قلعه ده.