د اسرائیلو په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون کم دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123034-د_اسرائیلو_په_انتخاباتو_کښې_د_خلکو_ګډون_کم_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم د لیکوډ ګوند مشر بنیامین نتانیاهو چې داسې ښکاري د دغه رژیم د پارلمان په انتخاباتو کښې د رایو ورکونکو د ګډون په کمیدا اندیښمن دی له خپلو پلویانو وغوښتل چې په انتخاباتو کښې پراخ ګډون وکړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 02, 2022 05:08 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون  کم دی

ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم د لیکوډ ګوند مشر بنیامین نتانیاهو چې داسې ښکاري د دغه رژیم د پارلمان په انتخاباتو کښې د رایو ورکونکو د ګډون په کمیدا اندیښمن دی له خپلو پلویانو وغوښتل چې په انتخاباتو کښې پراخ ګډون وکړي.

د صهیونیسټ رژیم پخواني لومړي وزیر او د لیکوډ ګوند مشر بنیامین نتانیاهو له خپلو پلویانو وغوښتل د اوسني لومړي وزیر یائیر لاپیډ او د جنګ د وزیر بني ګانټس په مشرۍ له اوسني حکومتي ائتلاف څخه د ځانونو د خلاصولو لپاره د رایو صندوقونو ته لاړ شي.

نتانیاهو په خپلې ټویټر پاڼې کښې ولیکل د لیکوډ ګوند لپاره د رایو فیصدي ټیټه ده له خپلو کورونو راووځئ او له یائیر لاپیډ او بني ګانټس څخه د ځانونو د خلاصون لپاره په انتخاباتو کښې ګډون وکړئ.

صهیونیسټانو پرون د پارلمان کنسټ د یوسل دیرشو استازیو د انتخاباتو لپاره رایې واچولې.

د صهیونیسټ رژیم د انتخابانو کومیټۍ وویل د نیواکي فلسطین له ځايي وخت سره سم تر دولسو بجو پورې اتویشت اعشاریه څلور فیصده خلکو د پارلمان په انتخاباتو کښې خپلې رایې واچولې.

د صهیونیسټ رژیم دغه انتخابات د فلسطین د مقاومت ډلو له عملیاتو څخه د دغه رژیم د ویریدا په سیوری کښې ترسره کیږي او دغه چاره سبب شوي ده چې د صهیونیسټ رژیم پوځي ځواکونه او پوځیان تیارسی ووسي.