-
د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د غبرګون پرضرورت د اسلامي ویښتیا د ټولنې ټينګار :-
Apr 17, 2022 08:16د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې په یوې خبرپاڼه کښې د صهیونیسټ رژيم د نویو جنایتونو او د تیریګرو اقداماتو په غندلو سره د صهیونیسټ رژیم وروستیو جنایتونو ته د نړیوال غبرګون پرضرورت ټینګار وکړ او د صهیونیسټانو په مقابل کښې یې د فلسطین د ملت د مقاومت ستاینه وکړه .
-
په بحرین او اردن کې د اسرائیلو په ضد مظاهرې
Apr 16, 2022 11:30په بحرین او اردن هیوادونو کې فلسطین څخه په ملاتړ کې د اسرائیلي رژیم په ضد پراخي مظاهرې شوي دي.
-
د افغانستان طالبانو د صهیونیسټانو بریدونه وغندل
Apr 16, 2022 00:59زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په الاقصی جومات او په قدس کښې په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د وروستیو حملو په غندلو سره د دغه رژیم د تیریو په مقابل کښې د اسلامي هیوادونو د مقاومت کولو غوښتنه وکړه .
-
د ایران سپاه پاسداران ځواک د اسرائیلو جنایتونه وغندل
Apr 16, 2022 00:12زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د نوي انتفاضې رامینځته کیدل او د مقاومت او مبارزې په میدان کښې د فلسطین د ځوان نسل زړور او حماسي شتون د صهیونیسټ رژيم او د هغه د سیمه ییزو او له سیمې د ورهاخوا ملاتړو هیوادونو لپاره خپسکه وبلله .
-
صهیونیسټ رژيم د فلسطین له مقاومت سره مقابله نشي کولای
Apr 15, 2022 23:59زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل صهیونیسټ رژیم دومره کمزوری شوی دی چې د فلسطین له خلکو او مقاومت غورځنګ سره مقابله نشي کولای .
-
په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید / ۹۰ فلسطینی وګړو ته مرګژوبله اوښتې
Apr 15, 2022 09:25نن سهار وختي اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو یو ځلي بیا په الاقصی جومات باندې په برید کولو سره، ۹۰ تنه فلسطیني وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
-
په تېر شواروز کښې د فلسطيني شهيدانو شمېر درې تنو ته ورسېد
Apr 11, 2022 03:29خبري سرچينو رپوټ ورکړ، په نابلس کښې د صهيونېسټي فوځيانو په ډزو سره د يو فلسطيني په شهادت سره پرون د فلسطيني شهيدانو شمېر درې تنو ته ورسېد.
-
اسرائیلو کښې عملیاتو د سازباز د اقداماتو باطلوالی په ګوته کړ
Apr 10, 2022 00:17ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې په یوې خبر پاڼه کښې دې ته په اشارې سره چې د فلسطین د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره د فلسطین د ټولو اصلي وسیدونکو په ګډون سره د ټولپوښتنې ترسره کول دي وویل
-
د تل اویو په سړکونو باندې له تګ راتګه ویره لرو
Apr 09, 2022 09:20د صهیونیستي رژیم د ځواکونو لوی درستیز په تل اویو کې د مقاومت د وروستي عملیات په غبرګون کې ویلي: اوس په سړک باندې له تلو هم وېریږو.
-
د اسرائیلو لومړي وزیر اکثریت له لاسه ورکړ
Apr 07, 2022 03:39د اسرائیلو د پارلمان یو غړی د مذهبې شخړې په خاطر پرون له حکومت څخه جلا شوی او حکومت په پارلمان کښې خپل اکثریت له لاسه ورکړ .