په بحرین او اردن کې د اسرائیلو په ضد مظاهرې
(last modified Sat, 16 Apr 2022 11:30:46 GMT )
Apr 16, 2022 16:00 Asia/Kabul
  •  په بحرین او اردن کې د اسرائیلو په ضد مظاهرې

په بحرین او اردن هیوادونو کې فلسطین څخه په ملاتړ کې د اسرائیلي رژیم په ضد پراخي مظاهرې شوي دي.

د اردن په پلازمینې او لویو ښارونو کې په زرګونو کسانو فلسطین څخه په ملاتړ کې مظاهرې کړي او د صهیونیستي رژیم د سفارت د بندېدیو غوښتونکي شوي دي.

لاریونکوونکي صهیونیستي رژیم سره د ځینو عربي هیوادونو د اړیکو د رغونې او جوړجاری غندنه کړې او هغه یې له فلسطین او اسلام سره خیانت بللی دی.

د بحرین په پلازمینې منامې ښار کې هم د فلسطین په ملاتړ او د صهیونیستي رژیم په ضد لویې مظاهرې شوي دي.

لاریون کوونکې په الاقصی جومات باندې د اسرائیل د یرغل  او دغه رژیم سره د ال خلیفې  د سازښت په ضد شعارونه ورکول .

په الاقصی جومات کې په فلسطیني لمونځ کوونکو باندې د صهیونیستي وحشي ځواکونو د برید او د محاصرې د ټپیانو شمېر ۳۵۰ تنو ته رسېدلې او کابو ۵۰۰ لمونځ کوونکي هم د اسرائیلي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.