اسرائیلو کښې عملیاتو د سازباز د اقداماتو باطلوالی په ګوته کړ
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې په یوې خبر پاڼه کښې دې ته په اشارې سره چې د فلسطین د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره د فلسطین د ټولو اصلي وسیدونکو په ګډون سره د ټولپوښتنې ترسره کول دي وویل
په نیواکي ټاټوبو ( اسرائیلو ) کښې اتلواله عملیات په نیواکي ټاټوبو کښې د مقاومت د جبهې د اقتدار او دنفوذ د ژورتیا او د سازباز د اقداماتو د باطلوالي ښودنه کوي .
د فلسطین یوه ځوان رعد فتحي حازم د تیرې اونۍ په پنجشنبې ورځ د تل اویو په «دیزنګوف» واټ کښې په عملیاتو سره درې صهیونیسټان هلاک کړي او څه د پاسه لس نور ژوبل کړي وو .
د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې په یوې بیانیې کښې د فلسطین د عزتمنو او د غیرتمنو ځوانانو د حماسې د رامینځته کولو په مبارکۍ سره ټینګار وکړ د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم پراخ جنایتونه د امریکا او د سیمې د ځینو مرتجعو او سازباز کونکو عربو هیوادونو په ملاتړ سره د صهیونیسټ رژیم د سپیرو پلانونو د اجرا او د جنایتکاره اقداماتو په وړاندې د فلسطیني ځوانانو د ورځ تر بلې د زیاتیدونکي مقاومت سبب کیږي .
د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې وویل د سیمې د مظلوم ملت پرضد د ګواښونو او کړکیچونو د وتلو لپاره د اسلامي امت یوازنۍ لاره د مقاومت کړچار ته مخه کول دي .