-
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او دیني عالم مفتي منیر شاکر په پېښور کې ووژل شو
Mar 16, 2025 03:53د رسنیو په حواله، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او دیني عالم مفتي منیر شاکر د پېښور په اورمړ سیمه کې د یوې چاودنې له امله وژل شوی دی.
-
افغانستان، د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د پولي تړون هرکلی کړی
Mar 16, 2025 03:37د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي اختلاف د حل لپاره د لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی دی.
-
په افغانستان کې په یوه میاشت کې ۲۰۶زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي
Mar 15, 2025 09:44د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د روان زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې د تېر کال د ډسمبر پرتله د تنفسي ناروغیو حاد ډولونه ۵۴ سلنه زیات شوي دي. د دغه سازمان په وینا، یوازې په یوه میاشت کې له ۲۰۶ زرو ډیر خلک پر دې ناروغۍ اخته شوي دي، چې له دې ډلې ۵۰۶ یې مړه شوي دي.
-
پاکستان د افغانستان او هند خلاف په ملګرو ملتو کې شکایت کوي
Mar 15, 2025 09:42په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم، وايي چې هېواد یې غواړي له ترهه ګرۍ د هند او طالبانو د ملاتړ پر ضد ملګروملتو ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړي.
-
افغانستان کې هره میاشت تر ۵۰ ډېر کسان د ماینونو د چادونو له امله ټپیان کېږي
Mar 15, 2025 04:03د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره( اوچا) وایي، هره میاشت په افغانستان کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو د چادونو له امله ټپيان کېږي.
-
اوسمهال افغانستان کې ۲ داخلي او ۷ بهرني شرکتونه فعالیت لري
Mar 15, 2025 03:52د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په دې هېواد کې د بهرنیو هوايي شرکتونو د فعالیتونو د بیا پيل لپاره د ګڼو اسانتیاوو له برابرولو خبر ورکوي.
-
د تورخم دروازه تر هغې نه خلاصوو څو طالبان په سیمه کې د مورچلو جوړولو مخه ونیسي
Mar 15, 2025 03:49د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د تورخم لاره به تر هغو خلاصه نه کړي، څو چې طالبان په پوله کې د مورچلو د جوړولومخه ونه نیسي.
-
په بغلان ولایت کې ترافیکي پېښه، شل تنه ټپیان شوي
Mar 14, 2025 13:00باختر خبري آژانس نن د بغلان د امنیتي چارواکو په قول راپور ورکړی چې دا پېښه هغه مهال وشوه، چې د سپرلیو یو بس د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په پُل ملخان سیمه کې چپه شو.
-
د تورخم په اړه نن بیا جرګه جوړیږي
Mar 14, 2025 12:51د افغان رسندویو له راپور سره سم له کابل تورخم ته تللې جرګه وال، چې ټاکل شوې وه د تورخم د بیا پرانیستلو لپاره جرګې ته کښېني، د پنجشنبې په ورځ له خبرو اترو پرته کابل ته ستانه شول. افغان لوري د پاکستاني پلاوي د غړیو په ترکیب کې د لوی بدلون له کبله اعتراض وکړ.
-
د پاکستان پر یوې پوځي اډې له موټر بم وروسته لس تنه بریدګر وژل شوي دي
Mar 14, 2025 02:54د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوې اډې وسله والو لومړی موټر بم چاودنه کړې او وروسته وسله واله حمله شوې ده.