-
طالبانو په کندوز کې د خلکو د عکسونو او ویډیوګانو خپرول منع کړل
Apr 19, 2025 04:06طالبانو ویلي چې دوی په کندوز کې د اشخاصو د انځورونو خپرول منع کړي دي او دا د افغانستان څوارلسم ولایت دی چې د ټیلیویژني خپرونې یې اشخاصو له انځورونو او ویډیوګانو پرته خپریږي.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورځي
Apr 17, 2025 07:52افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
-
په هند کې له ۱۷۰ زیات اسلامي ښونځي وتړل شول
Apr 17, 2025 01:30په هندوستان د اترکند صوبې کې له ۱۷۰ څخه زیاتې اسلامي مدرسې د صوبائي چارواکو لخوا وتړل شوې.
-
افغانستان کې د اروپا د استازي ماموریت پای ته ورسید
Apr 14, 2025 07:57د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د خپل ماموریت پای ته د رسیدو اعلان وکړ، که څه هم هغه وویل چې د افغانستان په وړاندې د شنه براعظم په چلند او تګلاره کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
-
ایران د افغانستان سرحدي لاره بشپړوي
Apr 13, 2025 12:50په کابل کې د ایران سفیر ویلي چې په ۱۴۰۴ کال کې به د فراه او ماهیرود ترمنځ مهم سرحدي سړک جوړ شي.
-
پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي
Apr 13, 2025 11:02د افغانستان د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره پر سوداګرۍ خبرې کړې دي.
-
په افغانستان کې په تېرو څلورو میاشتو کې د پولیو نهه پېښې ثبت شوې دي
Apr 12, 2025 03:55د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د پولیو یا ګوزڼ لږ تر لږه نهه او په پاکستان کې بیا ۷۱ پېښې ثبت شوې دي.
-
د کندهار د امنیه قومندانۍ دننه چاودنې ۴ تنه ټپیان کړل
Apr 11, 2025 03:58کندهار کې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ کښې دننه چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.
-
امریکايي شرکتونه د پاکستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي
Apr 10, 2025 02:05د پاکستان حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي شرکتونه د دې هېواد په هغو معدني زېرمو کې پانګونې ته لېواله دي، چې د نړۍ له لویو مسو او سرو زرو زیرمو څخه ګڼل کېږي. پر دې سربېره پاکستان د لیتیمو په برخه کې هم غني دی، کوم چې د بیټرۍ جوړولو لپاره اړین دي.
-
له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د استازو غونډه په استانبول کې جوړه شوه
Apr 10, 2025 01:52په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې د مرسته کوونکو هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) ناسته د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې ده.