-
د ایران د سرې میاشتې ادارې مشر د سیمې له همرتبه ؤ څخه په یوه غږ د قرآن د سپکاوي د غندنې غوښتنه وکړه
Jul 29, 2023 05:19هغه وايي: د سیمې او اسلامي نړۍ د ملي جمعیتونو له مشرانو غواړم چې د دغه سپکاوي په غندنه کښې ونډه واخلي.
-
د ايران افغان پوهنتونوالو په رضوي حرم کښې ترهه ګريز اقدام وغندۀ
Apr 08, 2022 13:08په ايران کښې افغان پوهنتونوالو د امام رضا (ع) په پاک حرم کښې د ترهه ګريزې حملې په غندلو سره تاکيد وکړ: دښمن د ايران او افغانستان د ولسونو ترمېنځ تفرقه اچول غواړي.
-
پاکستان په هند کښې د مسلمانانو د کورونو سوزول وغندل
Apr 06, 2022 14:26د پاکستان خارجه وزارت د يوې بيانيې په خپرولو سره په هند کښې له اسلامه د ويرونې زياتېدل او د دغه هېواد په راجستان صوبه کښې د مسلمانانو په خلاف بلوې او د هغوي د کورونو سوزول سخت وغندل.
-
افغان عالمانو د سعودي جنايتونه وغندل
Mar 17, 2022 08:35د افغانستان عالمانو د سعودي رژيم لخوا د ځوانانو او ماشومانو په قتل عام سخته نيوکه وکړه.
-
د شيعه ځوانانو اعدام د آل سعود په وحشيانه اقداماتو کښې يوه بله شرمناکه پاڼه
Mar 16, 2022 11:30د ايران د کلتوري انقلاب عالي شورا او د ټول هېواد د استادانو د همفکرۍ ټولنې سېکترانو د يوې بيانيې په خپرولو سره تاکيد وکړ د شيعه ځوانانو په اعدامولو کښې د عالم سعود غېرانساني اقدام د سعودي رژيم په وحشيانه اقداماتو کښې د يوې بلې شرمناکې پاڼې اضافه ده.
-
د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشر په سعودي کښې د بې ګناه کسانو اعدام وغندۀ
Mar 15, 2022 05:05د ايران د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشر په سعودي کښې د بېګناه شيعه مسلمانانو د اعدام په غندلو سره آل سعود د وحي د ټاټوبي غاصبان وبلل.
-
د بشري حقوقو کمېټۍ د سعودي رژيم جنايتکارانه اقدام په کلکه وغندۀ
Mar 15, 2022 04:32د ايران د اسلامي جمهوريت د بشري حقوقو کمېټۍ د يوې بيانيې په جاري کولو سره په سعودي کښې د ۸۱ تنو اعدام په کلکه وغندۀ او د دغه جنايت د مختلفو اړخونو د تحقيق او څېړنې غوښتنه يې وکړه.
-
له صهيونېسټانو څخه د اماراتي شېخانو پرله پسې تود هرکلے د نيواکي زمکو له پراختيا سره مرسته کوي
Feb 01, 2022 04:50د اسلامي شورا د جرګې د فلسطين له انتفاضې څخه د ملاتړ د نړيوال کانفرنس دائمي دارالانشاء اعلان وکړ، په ابوظبۍ کښې د صهيونېسټ ناروا رژيم له مشر څخه د اماراتو د شېخانو تود هرکلے له نيل نه تر فراته د نيواکي زمکو له پراختيا سره خدمت دے.
-
د ايران خارجه وزارت د قندوز ترهه ګريزه حمله وغندله
Oct 09, 2021 15:56د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د افغانستان د قندوز په جومات کښې ترهه ګريزه خونړۍ حمله سخته وغندله او د دغې تريخجنې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
-
افغان سني عالمانو د نړيوال استکبار د ګوډاګيو په لاس د علماو او پوهانو وژله وغندله
May 20, 2021 15:39په ايران کښې مېشته د افغانستان سني علماؤ د نړيوال استبکار په مشرۍ د اسلام د دښمنانو د ګوډاګيو په لاسو د ديني علماو وژله سخته وغندله.