پاکستان په هند کښې د مسلمانانو د کورونو سوزول وغندل
د پاکستان خارجه وزارت د يوې بيانيې په خپرولو سره په هند کښې له اسلامه د ويرونې زياتېدل او د دغه هېواد په راجستان صوبه کښې د مسلمانانو په خلاف بلوې او د هغوي د کورونو سوزول سخت وغندل.
ر
د خپرو شويو رپوټونو له مخې د بي جي پي د اورپکو لخوا د هند د راجستان صوبې د کارائولي سيمې د مسلمانانو تقريباً څلوېښت کورونه اوسوزول شول. ويل کيږي چې د هند حکومتي ځواکونو او پوليسو د دغو حملو په وړاندې هيڅ ردعمل نه دے څرګند کړے.
د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت بېګا د دا ډول پېښو په اړه د هند دحکومت سېسټمېټک بې پروائي د هند د خلقو په تېره بيا د مسلمانانو په امنيت او سر ساتنه کښې د کمزورۍ نښه وبلله.
د پاکستان خارجه وزارت په دغه بيانيه کښې نړيوالې ټولنې ته په خطاب سره په هند کښې له اسلامه له ويرونې او د مسلمان اقليت له زورونې سره د مبارزې او د دغواد د چارواکو تردباو لاندې راوستلو غوښتنه وکړه.