-
ملګری ملتونه دې له افغانستان څخه له ترهه ګرۍ سره په مقابلې کې مرسته وکړي
Feb 20, 2025 02:35د پاکستان خارجه وزیر د ملګروملتو له سرمنشي سره په کتنې کې د افغانستان څخه له ؛پولو ورآخوا ترهه ګرۍ ؛سره د مقابلې لپاره ددغې موسیسې د مرستو غوښته وکړه.
-
د ایران، افغانستان او روسیې ترمنځ سیمه ایزه همکاري حتمي ده
Feb 18, 2025 03:33په تهران کې د سیمه ایز امنیت کتنې تر عنوان لاندې د ایران، افغانستان او روسیې د مفکرینو په غونډه کې، د ایران، افغانستان او روسیې مفکرینو د تهران، کابل او مسکو ترمنځ سیمه ایزې ملګرتیاوې حتمي وبللې او اعلان یې وکړ چې د ایران او افغانستان تاریخي، مذهبي او کلتوري پیوستون، په ایران کې د میلیونونو افغانانو په حضور سره چې یوشمېر یې نخبگان دي، د افغانستان په راتلونکي کې د ایران د رول ارزښت څرګندوي.
-
د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وشو
Feb 18, 2025 03:06په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست "علیرضا بیکدلي" فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې له رسنیو سره په مرکه کې وویل، د ایران پالیسي دا ده چې له افغانستان سره خپلې پولې ټینګې کړي، څو د سوداګرۍ د اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ ښه شي. همدارنګه د فراه له والي "مولوي غوث الدین رهبر" سره د ایران د سفیر په کتنه کې، د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې د شته ننګونو د حل په موخه، یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
-
د ایران او هند ستونزې د درېیم اړخونو له امله دي
Feb 18, 2025 03:02پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عمان کې د هند اقیانوسیه د سرمشریزې په څنډه کې، له هندي شبکې سره په مرکه کې وویل، د ایران او هند په اړیکو کې شته ستونزې، دواړو هېوادونو پورې اړه نه لري او د درېیم اړخونو له امله دي.
-
اسلامي ایران د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سولې او دوستۍ ټينګېدل غواړي
Feb 11, 2025 08:42د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ترکمنستان له ملي رهبر سره په ټلفوني خبرو کې وويل، د ایران اسلامي جمهوریت په سیمې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سولې اودوستۍ ټينګېدل غواړي او له ترکمنستان او نورو هېوادونو سره په دې زمینې کې د ملګرتیا هرکلی کوي.
-
د ایران خصوصي سکټور افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Jan 28, 2025 02:17د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ایران د خصوصي سکټور له راغلي پلاوي سره کتلي دي.
-
ایران او عراق د سیمې د ثبات د ټینګښت لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ
Jan 28, 2025 01:33د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د عراق د ملي امنیت سلاکار د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
-
آیا صهیونیسټي رژیم به د اوربند موافقې ته پابند پاته شي؟
Jan 23, 2025 09:11پارس ټوډې – په غزه کې د اوربند د موافقې د اجرا او د بندیانو له تبادلې سره سره، په تیره بیا واک ته د ټرمپ د بیا راتلو سره، د دغه تړون په هکله د صهیونیسټي رژیم د ژمن پاتې کېدو په تړاو لا هم سخت شکونه موجود دي. په همدې خاطر د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې اکثرو ویناوالو د دغې موافقې د دوام پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
د ایران او روسیې ترمنځ ګډ جامع ستراتیژیک تړون لاسلیک شو
Jan 18, 2025 02:27د ایران او روسیې ولسمشرانو مسعود پزشکیان او ولادیمیر پوتین، پرون په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ګډ هراړخیز ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.
-
د ایران او روسیې ترمنځ همکاري کولای شي د امریکا او لوېدیځ بندیزونه بې اغیزې کړي
Jan 18, 2025 01:58د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د روسیې له لومړي وزیر سره په کتنه کې وویل: دواړه هېوادونه کولای شي د سړکونو، پوهنې، سوداګرۍ او نورو برخو کې پراخې همکارۍ ولري او دغه همکارۍ کولای شي د امریکا او لوېدیځو هېوادونو بندیزونه او زیاتې غوښتنې بې اغېزې کړي.