-
د یوۀ ایراني څیړاند په نوښت سره،کاڼی په بیټرئ بدلیږي
Jul 10, 2024 08:28پارس ټوډې – یو ایرانی څيړاندد سیلیکاني کاڼو په اساس د یوې نوي مادې په ارزونې بوخت دی چې څو د راتلونکو بریښنائي ګاډو په بیټرئ کې ئې د لیتیّم په ځاي وکاروي.
-
افغانستان ته د ایران غیر تیلی صادرات تر ۳۱فیصدو پورې زیات شول
Jul 09, 2024 02:43په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت تجارتي سلایار افغانستان ته د ایران د غیر تیلي صادراتو د اندازې تر یو دیرش فیصدو پورې د زیاتیدا خبر ورکړ.
-
پاکستان له ایران سره د هراړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی
Jul 09, 2024 02:40د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران د اسلامی جمهوریت نوی ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټيلیفوني تماس کې له تهران سره د هراړخیزو مناسباتو د پراختیا لپار د اسلام اباد پر چمتووالی ټينګار وکړ او وې وئيل، پاکستان ته د خداي بخښلي ابراهیم ریئسي په سفر کې ددواړو هیوادونو شوي موافقې د دوه اړخیز ګټه ور مشارکت لپاره ډيرې ښې دي.
-
د افغانستان بامیان د سیلانیّانو لپاره د امن ځاي دی
Jul 09, 2024 01:19د افغانستان په مرکز کې د بامیان والي اعلان کړی چې دغه ولایت د داخلی او بهرنیو سیلانیانو یا ټوریسټانو لپاره کرار او له ثباته ډک ځاي دی.
-
امام خامنه اي د یوه ولسمشر لپاره څه خانګړنې خوښوي؟
Jul 08, 2024 10:01پارس ټوډې – د ا سلامی انقلاب ستر لارښود د تیرې یکشنبې په ورخې د ایران د اسلامی جمهوریت د دیارلسم حکومت د کابینې له غړو سره په کتنې کې د ولس د مختلفو وګړو مشکلاتو د حل لپاره بې ځنډه هڅه،د داخلی توانمنیو په ژورتیا د اعتقاد،ددیني اوانقلابی دریځونو په اعلانولو کې د جوَتوَالي، د نه ستړیکیدا، نه ناامید کیدا،په بهرني سیاست کې د عزت او تعامل درعایتولو، د لورو پروژو داجرا د اهتمام،د تواضع، تقوا، معنویّت ، ذکر او توسل لپاره هڅه د خداي بخښلي شهید ابراهیم ریئسي د کاري او شخصي غوره توب ځانګړنې وبللې.
-
د ګینس بک باسکټبال غونډسکې د څرخیدا ریکارډ د ایراني کارګر په لاس کې
Jul 08, 2024 11:48پارس ټوډې –د ایران یو لوبغاړي علی بهبودي د بسکټبال د غونډسکې په څرخولو یا تاوهلو کې د ګینس ریکارډلرونکی شو.
-
ایران د لیډن پوهنتون په درجه بندۍ کې له ترکیې او عربستانه لوړ دی
Jul 08, 2024 11:13پارس ټوډې – په ۲۰۲۴کال کې ددنیا د برلاسه پوهنتونونو د رتبه بندۍ په اساس،د ایران اسلامی جمهوریت د اسلامی هیوادونو په سر کې دی.
-
پاپ صیب!مشکل باندې ټول پوهیږو،په دیني شجاعت سره عاملان وښایه
Jul 08, 2024 10:27پارس ټوډې – د نړۍ د کاتولیکانو رهبر په دې اند دی چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ وضعیّت ښه نه دی، هغۀ البته دهغو عاملانو ته کومه اشاره نه کوي.
-
په غزې تړانګې کې د پراخې قحطئ جدي خطره
Jul 07, 2024 10:56د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د غزې تړانګې د بوږنونکو حالاتو په باب د لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، دغه مطلب هم په غزې تړانګې کې د پراخې قخطۍ د خطرې په باب دی.هیله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي.
-
پاکستان،ترکیه او آذربایجان جمهوریت درې اړخیزې ملګرتیاوې پراخوي
Jul 04, 2024 02:50د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف درې اړخیزه ناسته، ددرو واړو مسلمانو هیوادونو په تعاملاتو کې طبیعي پرمختګ بللی چې دخوښې وړ موضوعګانو او ګډو اندیښنو په باب ورته لیدتوګه لري.