په غزې تړانګې کې د پراخې قحطئ جدي خطره
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i150064-په_غزې_تړانګې_کې_د_پراخې_قحطئ_جدي_خطره
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د غزې تړانګې د بوږنونکو حالاتو په باب د لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، دغه مطلب هم په غزې تړانګې کې د پراخې قخطۍ د خطرې په باب دی.هیله  ده چې د خوښې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 07, 2024 10:56 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګې کې د پراخې قحطئ جدي خطره

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د غزې تړانګې د بوږنونکو حالاتو په باب د لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، دغه مطلب هم په غزې تړانګې کې د پراخې قخطۍ د خطرې په باب دی.هیله  ده چې د خوښې وړ مو وګرځي.

  خوږو دوستانودغزې تړانګې  د نفوسو  کابو ۹۶ فیصدي برخه د خوړو د خوریدونکي ناامنئ له لوړې سوئې سره  مخ ده.

د خوړو نړیوال  پروګرام پخپلې یوې ترټولو وروستۍ اعلامیې کې دغړې تړانګې په جنوبی سیمو کې د لوږې د قخطۍ د پیښیدا په باب خبرداری ورکړ.

د خوړو د نړیوال پروګرام دغه خبرداری د؛خوړو دامنیت د مرحلو د طبقه بندۍ  د راپور  په اساس صادرش وی چې د خوړو د نړویوالې ادارې پشمول  د ملګروملتو د انسان دوستۍ ۱۹  ادارو  ددې په برابرولو کې  ګډون درلود. 

د خوړو نړیوال پروګرام پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی؛ که په حقیقي بڼه  په غزې تړانګې کې د قخطئ د مخنیوي او پر بحران د غلبې غوښتونکي یوو، نو په دغې سیمې کې  د سترو لارو د پرانیستو پشمول د اساسی مشکلاتو حل ډیر ضروري دی.

 د خوړو نړیوال پروګرام  په دغې اعلامیې کې و ئيلي دي،په غزې تړانګې  کې په مختلفو برخو کې چې کلونه کیږي ،له کلابندۍ سره لاس او ګریوان ده، په پراخه توګه ئې د اړتیاؤ تامینول یوه حیاتی چاره ده.

دغه پروګرام همدارازاندیښنه څرګنده کړې چې  د غړې تړانګې جنوب به ډیر زر د لوږې له  هغه بوږنونکي سوئې سره مخ شي چې زیاتره ددغې سیمې په شمالی برخو کې ثبت شوې ده.

دغه نړیوال اورګان  په دوام کې دغزې تړانګې په جنوب کې د حیاتي مرستو د وړاندې کولو لپاره دانسان دوستۍ د  اورګانونو دقدرت  دکمیدا په باب چې  ترلاسه شوي پرمختګونه له خطرې سره مخامخ کوي، خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په دغې اعلامیې کې  وئیلي دي، د اسرائيلو تیریګرو کارونه  په تیر مئ میاشت کې په رفح ښار کې پیل شوي ، څه دپاسه یو میلیون فلسطینیان ئې کډه په سر کړي  او غزې تړانګې ته ئې د انسان د وستۍ د مرستو لیږدولو امکان ډير کم کړ.

Image Caption

 

   د ملګروملتو  اټکلونه او ډيټا خبرداری ورکوي، چې احتمال شته  په غزې تړانګې کې د جولائي په مینځنیو کې  قخطي رامینځة شي چې دلیل ئې دغې سیمې ته د مرستو رسونو مخنیوی او د اسرائيلي رژيم په وسیله  اعمال شوي محدودیّتونه  دي چې د غزې تړانګې ټوله لارو باندې مسلط دي .

وحشي صهیونیسټي رژيم  کابو اوه نیمې میاشتې کیږي، چې  د رفح سترې لارې  فلسطینۍ برخه  ئې نیولې او ورانه ئې کړې ده.

د خوړو د یو موټي امنیت د طبقه بندۍ کمیټې( ائي پي سی) په راپور کې  چې  له ملګروملتو سره  ملګرتیا کوي، راغلي دي، چې دغزې د آبادۍ (۲.۱ میلیون کسان) کابو ۹۶فیصدي برخه  د  خوړو د خوریدونکې ناامنئ له لوړې سوئې سره مخ دی.

اسرائيلي رژیم دغزې تړانګې د جنګ د فوری دریدا او د غزې تړانګې د دبوږنونوکی بد انساني وضعیّت د ښه کیدا او د نسل وژنې د اقداماتو د مخنیوی  او دغزې تړانګې  په جنوب کې په رفح ښار باندې د حملې پاي ته درسولو لپاره د انصاف د نړیوالې محکمې د فیصلې لپاره د ملګروملتو د امنیت شورا  له دوو پریکړه لیکونو سره سره  هماغه راز خپلو  بې آمانه حملو ته دوام ورکوي.

  دروغتیا د نړیوالې ادارې ویندوي هم وئيلي دي، له غزې تړانګې څخه  بهر ته د بدحالو او مرګي حاله ټپیانو منتقلیدا ته سملاسي اړتیالرو او دا په داسې حال کې دي چې د سترو لارو د بندیدا په دلیل دغه شان څه امکان نشته . دمګړئ دمصر په؛العریش؛ ښار کې د انسان دوستۍ له مرستو ډک شپیته کنټيرې یا ټرکونه، غزې تړانګې ته واریدیدا ته تیار دي چې د سترو لارو  دبندیدا په دلیل  هغو سیمو ته نشي واردیدلی.

د روغتیا دنړیوالې ادارې  ویندوي ټينګار کړی دی ، باید زرترزره  دې غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ دم رستو د واریدیدا  لپاره لارې پرانیستل شي او  غزې ته د دې د مرستو د لیږد په وړاندې خنډونه فوری ختم شي ،ځکه  غزې ته د م رستو له سملاسی لیږد پرته به  په دغې سیمې کې د نزدې رامینځةکیدونکي جدي خطرې سره  مخ شوو.

په غزې کې د فلسطین حکومت هم په یوې خبرتیا کې وئيلي دي، په غزې تړانګې کې د خوراکي موادو د سخت کمښت په دلیل د استفادې د استفادې ختم شوي خوړو کُتیَو  د مصرف په دلیل ککړ مواد لیدل شوي دي.

پر دې اساس، دغزې خلک مصرف ختم شوي کنسرونو څخه استفاده کوي چې د دوي ډيرې ککړتیا سبب کیږي.

Image Caption

 

په دغې خبرتیا کې راغلي دي؛په غزې  تړانګې کې  په تیره بیا پر ماشومانو  عفوني ناروغۍ او قخطۍ ډيرې اغیزې شیندي.

په دغې خبرتیا کې همداراز ټينګار شوی دی، چې اسرائیل   په سسټماټیک ډول د لوږې سیاست اجرا کړی او په غزې کې د عامو خلکو  ددرملنې  مخنیوي کوي. همدرااز روښانه شوې ده ، د اسرائیلي نیواکګرو  پوځ  مستقیما د ښاروالۍ  کارکونکي  چې  په غزې تړانګې کې د څښاک د اوبو د څاګانو د کندلو لپاره هڅه کوي ټارګټ کوي.

=  د اسرائیلو د وحشي پوځ د ویجاړونکو حملو په دلیل د غزې تړانګې په شمال او مرکز کې د لوږړې د بحران زیاتیدا چې میاشتې میاشتې کیږي، له سختې کلابندۍ  او دخوراکي محصولاتو او توکو  د واریدیدا  په ممانعت سره  د لسګونو زره فلسطنیانو  ژوند ګواښي.

د خوړو د نړیوال پروګرام  مدیر سینډي مک کین  په یوې مرکې کې خبرداری ورکړی چې په غزې کې ماشومان  د لوږې په دلیل  له مرګ سره لاس او ګریوان دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام  مدیر له سی این این خبری چینل سره په مرکې  کې وئيلي دي، د خوړو نړیوال پروګرام ادارې  په درو میاشتو کې  د یو میلیون یو لک کسانو د مصرف لباره  داړتیا وړ خوراکی موادو او انسان دوستۍ مرستې غونډې کړي او غزې ته ئې لیږدولي دي، خو له بده مرغه د انسان دوستۍ دغه مرستې غزې  ته د واریدیدا دسترو لارو تر شا انبار شوي  او  دوي ته یوازې ډیرې کمې مرستې چې یوازې  څکلو ترحده  وي  ورکول کیږي.

د خوړو  دنړیوال پروګرام  مدیر زیاته کړې ده ، دمګړئ  په غزې کې ماشومان دلوږې په دلیل له مرګ سریه مخ دي  او هغه ماشومان  هم چې  لا ژوندي دي ، د خوړو  د نشتوالي له امله ډير کمزوري شوي دي او د هغوی بدنونه هیڅ حیاتي  مغزي مواد  نه ترلاسه کوي. هغه روښانه کړې ده ، ډیرې زیاتې انسان دوستۍ مرستې  د غزې تړانګې د خلکو په څوکلومیټرۍ کې دغې سیمې ته د واریدیدا په انتظار کې دي.

=    د خوړو دنړیوال پروګرام مدیر مک کین  په دوام کې ددې خبرې په کولو سره، دمګړئ،  د وخت فیکټر ،په غزې تړانګې کې د ماشومانو په برخلیک کې د حیاتي رول لری، وئیلی دي؛ که دغه  خواړۀ او مرستې په موقعې د دوی لاس ته ونه رسیږي، نو له دوي به ډير کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي. هغه زیاته کړې ده،حتی که دغه مرستې  په مناسب وخت کې د دوي لاس ته ورسیږي او دوي ژوندي پاتې شي،نو هم به  له هغو ناوړه خړو منفي اغیزې چې  په غزې کې  د جنګ له پيلیدا څخه ورسره مخ دي، دوي  به پرې نږدي  او دوی به د ژوند په اوږدو کې کړیږي.

ګارډیّن ورځپاڼې هم  د غزې په شمال کې د لوږې اوقخطۍ  د رابرسیره کیدا په باب  دیوه ډاکټر له قوله  لیکلي دي،؛ هغه خلک چې د غزې په شمال کې ګیر شوي دي،د مځکې پر مخ په یوه جهنم کې ژوند کوي.

ګارډیّن په دې باب لیکي؛ هره ورځ  سهار  وږې میئندې  دغزې په شمال کې   العوده روغتون ته ورخي  او په ناامیدئ سره  او  د خپلو ماشومانو د تغذئې لباره  په وچو شیدو پسې دی.

ددغه روغتون مشر وائي، له دوي ډیرې د هغو نوزیږو  میئندې دي چې خپل بچي د میئندو په شیدو سره  ماړۀ کړي ،ځکه دوي هم له ناوړه خوړو سره مخ دي.

=   د روغتون په داخل کې  چې ډاکټران  د خپلو ناروغانو د ناوړه خوړو په درملنې بوخت دي،  سرجنان وائي، د ډيرې لوږې  د اغیزو په دلیل  په اوڅاره توګه د ځینو غړو په  غوڅولو بوخت دي.

ددغه روغتون سرپرست محمد صلحا وائي؛دلته  سختو ناوړه خوړو په دلیل هر چا خپل په څلورو کې یوه برخه وزن کم دی. د خوړو لپاره هیڅ خوراکي توکي نشته .

دغه ارتوپيډي سرجن  وائي، مونږ  دټپیانو ترمینځ او د اپریشنونو له ترسره کیدا وروسته  دعفونتونو د زیاتیدا شاهدان یوو. دغه کسان د درملنې لپاره ښو خوړو ته اړتیا لری . کمزوري خوړۀ د لازیات عفونتونو او د ناروغیو د پراخیدو  او ټپونو د خرابیدو   په معنا ده، چې د غړو د غوڅیدا سبب کیږي.

څو میاشتې کیږي، چې  مرستندویو ډلو هڅه کړې ده،دغزې د شمالي برخو  اوسیدونکو کابو درو لکو کسانو  ته خوراکي مواد ورسوي.. دخوړو دامنیت نړیوالې ادارې  په همداوروستیو کې  اټکل کړی ، چې په دغې سیمې کې قخطي رامینځةشوې  یا تر جولائي میاشت مینځیو پورې به  دوي ورسره لاس او ګریوان شي.

دغه بحران په همدا وروستیو کې  او د نړۍ دم رکزي اشپزخانې یا کیچن د خیریه موسیسې د عملیاتو په دریدا سره  حالات لاترینګلي شوي دي. دغه موسیسه د ملګروملتو یوازینۍ موسیسه د ه چې   په دوامدار ډول  ګرَمه او تازه غوښه ویشوي ، البته  خپل عملیات ئې  داسرائيلي رژيم په حملې پسې چې د دوي د اوو مرستندویو د وژل کیدا  سبب شوي ، ځنډولي دي.

د د جوزور روغتیائي ادارې مشر  امیّه خماش   ګارډين خپرونې ته وئيلي دي ،د شمالي غزې خلک  د مځکې د پاسه په یوه جهنم کې ژوند کي، مونږ په کرتو هڅه کړې ده ، دغې سیمې ته خواړۀ ورسوو؛ یو ځل بریالي شو ، د خړو ډک ګاډي وارد کړو، خو  حمله راباندې وشوه او زمونږ شل کسان ئې ووژل. هغه دغه راز ووئيل،  هغه ډاکټران  چې  له هغوی سره کار کوي، د سختې لوړې  د نښو نښانو درابرسیره کیدا و د  ماشومانو د وژل کیدا شاهدان یوو . ددوي هډوکي بهر راوتلي او دوي ډير کمزوري شوي دي  او همدرااز  داوبو له کمښت ، اسهال  او عفونت په څير  خوریدونکو ناروغیو سره لاس او ګریوان شوي دي.

= خوږو دوستانو  ددغه  مطلب وخت هم  همدومره ؤ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو، سرلوړي او د  سلامتیا په جامو  پټ ووسئ.

 

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************