-
په عراق او سوریه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی
Jan 16, 2024 13:09امریکا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق له نیواک وروسته، په دغه هېواد کې پوځي شتون لري او د سوریې په مسله کې هم له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې، د نړیوالو په چوکاټ کې له تکفیري ترهګرې داعش ډلې سره د مبارزې په پلمه، په سوریې کې پوځي شتون لري. د عراق او سوریې د حکومتونو له پرلپسې غوښتنو سره سره، شواهد ښيي چې واشنګټن هڅه کوي، په دغو دوو هېوادونو کې خپل پوځي حضور زیات کړي، په تېره بیا د غزې له جګړې او په سور سمندرګي کې له امنیتي پرمختګونو وروسته.
-
د ایران ځپوونکي عملیات، په سیمه کې د ترهګرو ډلو او د هغوی د لوېدیځو ملاتړو جنایتونو ته غبرګون
Jan 16, 2024 12:29د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو، د ترهګرو ډلو د اقداماتو او د صهیونیسټي رژیم او د هغوی د لوېدیځو ملاتړو د جنګ دوام ته په غبرګون کې، په عراق او سوریې کې د ترهګرو ډلو پر مرکزونو په ګډو عملیاتو سره حمله وکړه.
-
په افغانستان کې د ایران سفیر پاکستان ته په سفر تللی
Jan 15, 2024 11:51په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر له پاکستاني چارواکو سره د کتنې او مشورې په موخه اسلام اباد ته تللی دی.
-
د افغانستان په کندوز ولایت کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، نور حال په راپور کې واورئ
Jan 15, 2024 11:14دا کاري بوختیا په داسې حال کې دوی ته پیدا شوې، چې د تولید او پروسس یوه شرکت د افغانستان د کندوز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې پر ٧٠٠ جريبه ځمکه د یو میلیون او ٢٠٠ زره ډالرو په ارزښت غواړي، چې هینجه وکري.
-
عراق ته د ایران په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
Jan 15, 2024 09:50د ایران او عراق د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه غړي په تېرو ۱۰ میاشتو کې عراق ته، د ایران په صادراتو کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
-
د کندهار له طب پوهنځي څخه ۸۷ تنه ډاکټران فارغ شول
Jan 15, 2024 09:21د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ په همدې موخه مراسم جوړ شوي وو.
-
ایران ته د هندوستان د خارجه وزیر سفر
Jan 14, 2024 11:57د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر «سوبرا مانیام جایشانکر» Jaishankar تهران ته په دوه ورځني سفر کښې د خپل ایراني همرتبه حسین امیر عبداللهیان په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت له یوشمیر جګ پوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې او ملاقاتونه کوي.
-
د فلسطین حالاتو، نړۍ ته د اسرائیلي رژیم څېره ور وپېژندله
Jan 14, 2024 02:27د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د صهیونیسټانو د پښې نښې د سیمې په ډېرو کړکېچونو کې لیدل کېدی شي وویل: د فلسطین له حالاتو یوه پرده لیرې شوه او د اسرائیلي رژیم بڼه یې ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه.
-
د یمن خلاف د امریکې او د هغې د انډیوالانو د بریدونو غندنه روانه ده
Jan 13, 2024 12:42د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر د یمن په خلاف د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) په چوکاټ کې د امریکا او د هغې د متحدینو بریدونه وغندل چې د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې یوه بیلګه ده.
-
د افغانستان د خلکو د سلامتیا د تامین لپاره له ایرانه د طالبانو غوښتنه
Jan 13, 2024 12:23په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا او درملنې په نظام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پرمختګونو په قدرونې سره، د افغانستان د خلکو د درملیزې روزنې او سلامتیا د نظام په پیاوړتیا کښې د ایران د ملګرتیا غوښتنه وکړه.