-
د ایران او عمان ترمنځ د قونسلګرۍ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
Dec 04, 2024 08:44د ایران او عمان د ګډ قونسلګرۍ د کمیسیون دویمه ناسته، د دواړو هېوادونو د ملګرتیاوو د تفاهم په لاسلیکولو سره پایته ورسېده.
-
ایران او پاکستان په مختلفو حوزو کې دوه اړخیزې اړیکې لاپراخوي
Dec 04, 2024 01:22د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو په مختلفو حوزو کې د دوو اړخیزو اړیکو د ژورتیا په زمینې کې سره خبرې اترې کړي دي.
-
ایران او ترکیې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ
Dec 03, 2024 02:10د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل: په سوریه کې فعالې تکفیري ترهګرې ډلې، له امریکا او صهیونیسټانو سره نږدې اړیکې او همغږي لري او په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو څخه د پام اړولو او د مقاومت په مقابل کې د ماتې د جبرانولو په موخه، دغه ډلې په سوریې کې د ناامنۍ رامنځته کولو ته هڅوي.
-
اسلام آباد د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نتانیاهو څرګندونو ته غبرګون وښود
Nov 30, 2024 02:17د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د سوله ایز اټومي پروګرام په خلاف د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر وروستیو ګواښونو ته غبرګون وښود.
-
ایران او درې اروپايي هېوادونو د ډیپلوماتیکو خبرو پر دوام موافقه وکړه
Nov 30, 2024 02:05د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو خبرواترو د دوام لپاره له موافقې خبر ورکړ.
-
د پاکستان خارجه وزیر ایران ته په سفر راځي
Nov 29, 2024 11:46د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې په یولړڅرګندونو کې ووئيل، دپاکستان مرستیال لومړی وزیر او د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار به د اکو موسیسې په ناستې کې د ګډون لپاره ایران ته په سفر لاړشي.
-
ایران د لبنان له ملت، حکومت او مقاومت څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
Nov 29, 2024 03:09د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان له ملت، حکومت، پوځ او مقاومت څخه په ملاتړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ټینګ دریځ ټینګار وکړ.
-
د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادرېدل د فلسطین د ملاتړو بریا ده
Nov 23, 2024 03:44د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي چارو مرستیال کاظم غریب آبادي د بنیامین نتانیاهو او یوف ګالنټ د نیولو په اړه د نړیوالې جنایي محکمې حکم او د دغې تاریخي فیصلې اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: دغه پریکړه د فلسطین د مظلومو خلکو، د مقاومت محور او د هغوی د ملاتړو لپاره یوه ستره بریا او د صهیونیسټي رژیم او د هغوی د ملاتړو لپاره یوه ناکامي ده.
-
ایران او عربستان د حقوقي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
Nov 23, 2024 03:37د ایران او عربستان استازو د عربستان په پلازمېنه ریاض کې د صنعتي ډیزاینونو د حقوقو د تړون د ډیپلوماتیکې غونډې په څنډه کې، له یو بل سره وکتل او د دواړو لورو ترمنځ یې د حقوقي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
-
د واکمنې شورا له غړو سره د عراقچي د صلاح مشورې دوام لري
Nov 22, 2024 02:04د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د غړو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د خپلو صلاح مشورو په دوام کښې وویل: د ایران خلاف د پریکړه لیک تصویب به، د ایران له متقابلو اقداماتو سره مخامخ شي.