-
په افغانستان کښې په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوی
Dec 27, 2019 13:04زمونږخبریال راپور راکړی ملګری ملتونه وایی په افغانستان کښې په تیرو لسو (۱۰) کلونو کښې له سلو زرو(۱۰۰۰۰۰) ډېرو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
د قزاقستان الوتکه نسکوره شوی او ۱۵ کسان یې وژلی
Dec 27, 2019 09:00العالم ټیلی ویژن راپور ورکړی د قزاقستان حکومت وویل چې د دغه هیواد یوه فوکر سل (العالم ټیلي ويژن راپور ورکړی د قزاقستان حکومت وویل چې د دغه هیواد یوه فوکر سل (Fokker 100) ډوله الوتکه چې درې نوي(۹۳) مسافران او د عملې پینځه(۵) کسان پکښې سپاره وو نن سهار په الماتې ښار کښې نسکوره) ډوله الوتکه چې درې نوی(۹۳) مسافران او د عملې پینځه(۵) کسان پکښې سپاره وو نن سهار په الماتې ښار کښې نسکوره شوه چې له کبله یې تراوسه پینځلس (۱۵) کسان وژل شوی او د څو ماشومانو په شمول کابو پنځوس (۵۰)نور کسان ژوبل شوی هم دی .
-
یمن به د سعودی عربستان رژیم ته سخت ځواب ورکړی
Dec 26, 2019 01:05تسنیم خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون ټینګار وکړ د هیواد د مظلوم ملت پرضد د سعودی عربستان جنایتونو ته به ضرور ځواب ورکړل شی .
-
بلخ کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
Dec 25, 2019 02:59د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستې برید کړے، چې ۷ افغان امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
-
په انډونیزیا کښې ټرافیکی پیښې ۲۴ کسان وژلی
Dec 24, 2019 12:34زمونږ خبریال وایی د انډونیزیا هیواد په جنوب کښې په سوماترا ولایت کښې یوې(۱) کندې ته د بس د غورځیدا په پیښه کښې څلرویشت (۲۴) کسان وژل شوی او دیارلس(۱۳) نور ژوبل شوی هم دی .
-
د افغانستان عسکرو اولس وسله وال کسان وژلی
Dec 24, 2019 10:53دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې دهلمند ولایت دنادعلی ولسوالۍ په سید آباد سیمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې اولس(۱۷) تنه وسله وال طالبان وژل شوی.
-
عربستان په یمن باندې برید کښې ماتی خوړلی ده
Dec 21, 2019 02:36زمونږ خبریال وایی د یمن د اطلاعاتو د وزیر مرستیال فهمی الیوسفی وویل په دغه هیواد د سعودی عربستان رژیم د تیریو د یوزر او اوه سوه (۱۷۰۰) ورځو په تیریدا سره سره تیریګر تراوسه نه دی توانیدلی خپل ځانونه منظم کړی .
-
وروستیو ۱۰ کلونو کښې شپږنیم زره افغان ماشومان وژل شوي
Dec 18, 2019 04:18د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره “یونیسف” وايي، افغانستان کې له ۲۰۰۹ کال څخه را په دې خوا شپږنیم زره ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ زره نور ژوبل شوي دي.
-
مزارشريف کښې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اورسوله
Dec 18, 2019 04:06د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار کښې د پوليسو په موټر چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اورسوله.
-
د سوریې په ادلب کښې ۴۰ ترهګر وژل شوی
Dec 17, 2019 12:06فارس خبری اژانس وایی د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت د سوریې او د روسیې د جنګی الوتکو په حملې کښې د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر غړی ووژل شول .