-
د هیرمند سین په اوبو د ایران حق په رسمي توګه منل شوی دی
Mar 25, 2021 00:46سعید خطیب زاده وئيلي دي ، اسلامی ایران د دواړو هیوادونو دملګرتیا په موضوع د اوبو د بدلولو لپاره د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دڅرګندونو هرکلی کوي او په دې اړه هر ډول ملګرتیا او غږملتیا ته تیار دی .
-
له تولیده ملاتړ او د خنډو لیرې کول د حکومت مهمې موخې دي
Mar 24, 2021 09:15باید دسرې میاشتې ټولنې ځواک چې دایران په شمال ختیځي پولو کې د هیواد خلکو او په افغانستان کې د درندو ګاونډیانو ته دخدمت رسونې چارې په مخ بیائي او همداراز د پيښو په وخت دژغورنې او مرستې په زمینې کې زیار اوباسي ، هم ستاینه وکړه .
-
په نیمروز کې جوړ شوى د کمال خان اوبو بند پرانستل شو
Mar 24, 2021 09:53باید ووئیل شي د کمال خان اوبو بند د نیمروز په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ لمريز کال کې ئې د جوړولو کار پیل شوی و،خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي بدلونونو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي وو.
-
بشری حقوق او دلویدیځوالو سیاسی آوزار
Mar 24, 2021 08:59په تیرې یوې لسیزې کې د بشري حقوقو دشورا ځیني غړي ، د ایران په ضد دبشري حقوقو د شورا د ځانګړي رپورټر له ایجنډا څخه د په یو طرفه تور لګونې او په بشپړملاتړ سره ،د سیاسی کړچار پر دوام ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د ایران دملت په وړاندې د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ کې د قاضي او مدعي په ځاي باید دخپلو اقداماتو ځواب ویونکي شي .
-
په ایران کې نور ۷۴کسان دکرونا ویروس قربانیان شول
Mar 23, 2021 10:54تردې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر یو میلیون اته لکه پنځلس زره اوه سوه تنو ته زیات شوی، چې له دوي تر دې دمه یو میلیون پنځه لکه پنځه پنځوس زره اوه سوه پنځه شپیته کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
-
دعراق په الانبار کې د داعشیانو د وسلو ستر انبار کشف شو
Mar 23, 2021 10:41د الحشد الشعبي ځواک په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په نینوا ولایت کې په پلټونکو عملیاتو کې ئې نهه داعشي جنایتکار نیولي هم دي .
-
امریکا د افغانستان په باب هره کیدونکې فیصله متحدانو سره شریکوي
Mar 23, 2021 09:46طالبانو امریکا د ژمنو په خلاف ورزۍ تورنه کړې او ګواښ ئې کړی ،چې که د قطر د موافقې مقابل لوری خپلې ژمنې پوره نه کړي ، نو په افغانستان کې به د یوه نوي خطرناک جنګ پلونکي وي او بیا ئې به کنټرولول د دوي په اختیار کې نه وي .
-
د امریکا په کلراډو کې په ډزو کې لس کسان وژل شوي دي
Mar 23, 2021 08:53د امریکا په مختلفو سیمو کې هرکال په ډزو کې په زرګونو کسانو وینه تویږي ، د دغه هیواد د رسمی شمیرنو په اساس په امریکا کې کابو له دوه سوه اویا میلیونو رانیولې تر درې سوه میلیونو پورې ګرمې وسلې موجودې دي ،یعني په دغه هیوا کې د هر یوه کس لپاره یوه ګرمه وسله شته چې ډیره د حیرانتیا او اندیښنې خبره ده .
-
سپیوټنیک وي واکسن په بشپړه توګه معافیت رامینځ ته کوونکې ده
Mar 23, 2021 03:03د امریکې د عفوني ناروغیو او د الرجیو د ملي ادارې مشر د کرونا په ضد د روسیې له خوا جوړ د سپیوټنیک وي واکسن اغېزمنتیا تائیده کړې ده.
-
د روسي واکسن په سر د هنګري او د اروپایي ټولنې شخړې
Mar 22, 2021 11:22هنګري یا مجارستان ویلي چي د کرونا ضد روسي واکسن کاروي او ډېر ژر به روسیې سره په ګډه د سپیوټنیک واکسن تولید پیل کړي.