-
بې نقابه آمريکه ۱۳۹۸-۰۳-۰۴
May 26, 2019 12:34ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولوسره بې نقابه امريکه نومې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يو. د تېرو پروګرامونوپه شان به وړمبې په تېره هفته کښې د امريکې ډېرومهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه لنډه کتنه وکړوو.
-
په ايران د حملې له ګواښ څخه د امريکې په شاتګ
May 18, 2019 10:12د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم انتخاباتي مقابلو په دوران کښې او هم د 2017 کال په جنورۍ کښې سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته د ايران د اسلامي جمهوري نظام د کمزوري کولو او راپرزولو پاليسي اختيار کړې ده.
-
ټرمپ د ايران په مقابل کښې د امريکې په بې وسۍ اعتراف وکړ
May 17, 2019 10:38د امريکې ولسمشر له دباونوسره سره له ايران سره د خبرو اترو د پرله پسې غوښتنو سره په يو وخت د متناقضو دريځونو په دوام کښې د ايران په خلاف د امريکې په بې وسۍ او ناتوانۍ اعتراف وکړ.
-
د امريکې د دښمنۍ اوج، ايران د ارادو د جنګ بريالے
May 16, 2019 11:34د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان تاکيد وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت دښمنان د کرښې آخر ته رسېدلي دي او د ظاهري هېبته باوجود دننه د هډونو له تش والي سره مخامخ دي.
-
روحاني:تسلميدل د ايرانيانو له کلتور او دين سره سمون نه خوري
May 12, 2019 00:34د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر بېګا د اسلامي ايران په خلاف د دښمنانو سياسي او اقتصادي دباونو ته په اشارې سره وويل، د ايران ملت هيڅکله دباونو ته نه دے تسليم شوے او نه به تسليم شي.
-
د ايران په خلاف د امريکې نوي بنديزونه، د زيات نه زيات دباو په لړ کښې يو اقدام
May 09, 2019 11:43د ټرمپ لخوا د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه له اېټمي موافقې برجام څخه د امريکې د وتلو له اعلانه وروسته په دوو مرحلو کښې يعنې د همدغه کال د اګست او نومبر په مياشتو کښې د ايران په خلاف اېټمي بنديزونه اجرا شول. دغه بائيکاټونه يو اړخيز وو او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک په شمول د نړيوالو قوانينو خلاف وزي ګڼل کيږي.
-
په ايران د رعب اچولو لپاره د بولټون نوې هلې ځلې
May 06, 2019 10:29د ايران د ملت او حکومت په خلاف د امريکې د غليمانه اقداماتو له سختېدو سره په يو وخت د امريکې د ملي امنيت صلاحکار جان بولټون په يوه بيانيه کښې د اسلامي جمهوريت په خلاف فوځي ګواښ مطرح کړے دے.
-
د امریکا د داخلې امنیت وزیرې له دندې استعفی ورکړه
Apr 09, 2019 03:07امریکایي چارواکو د ټرمپ سره د دغه هېواد د داخلي امنیت د وزیرې له لیدنې وروسته د نوموړې د استعفی خبر ورکړ.
-
قطر ته د لاريجاني سفر؛ په دوحه کښې په بين المجالس غونډه کښې راتلونکي فرصتونه
Apr 08, 2019 12:51د نړيوالې بين المجالس اتحاديې يو سل څلوېښتمه غونډه د قطر په دوحه کښې روانه ده. د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر ډاکټر علي لاريجاني هم د يو پارلېماني پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کښې د شرکت لپاره قطر ته لاړ دے.
-
په سوريې کښې د معظم رهبر نمائنده: د جولان په اړه د ټرمپ فېصلې په سيمه کښې د خطر ټالۍ ووهله
Mar 30, 2019 07:39په سوريې کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبراستازي وويل: د سوريې د جولان په غونډيو د صهيونېسټ رژيم د حاکميت په رسميت پېژندلو کښې د امريکې د ولسمشر اقدام د سيمې د هېوادونو لپاره په ټولو زمينو کښې د خطر ټالۍ وهلې دي.