بې نقابه آمريکه ۱۳۹۸-۰۳-۰۴
ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولوسره بې نقابه امريکه نومې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يو. د تېرو پروګرامونوپه شان به وړمبې په تېره هفته کښې د امريکې ډېرومهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه لنډه کتنه وکړوو.
د امريکې له ډېرو مهمو پېښو څخه پکار په سپينې ماڼۍ کښې د استعفاګانو د څپې دوام، د ټرمپ د استيضاح لپاره د ډېموکرېټانو په اقدام د هغۀ قهر او له روسيې څخه د اېس ۴۰۰ توغنده اي سېسټم د اخېستو په اړه د ترکيې په خلاف د امريکې يو ځل بيا ګواښ ته بايد اشاره وکړوو.
د ټرمپ په حکومت کښې د استعفاګانو د څپې په دوام کښې بايد ووايوو چې د سپينې ماڼۍ دوه نور چارواکي ټاکل شوې ده ډېر له خپلو پوسټونو څخه څنګته شي. شاهيرا نائيټ او جاني ډي سټيفانو د ډونالډ ټرمپ د حکومت دوه لوړ رتبه چارواکي دي چې د مۍ په ۲۱ يې اعلان وکړ چې ټاکل شوې ده ډېره زر له خپلو پوسټونو څخه څنګته شي.
مېرمن شاهيرا نائيټ ټاکل شوې ده د روان ميلادي کال د جون په وړومبيو وختونو کښې سپينه ماڼۍ پرېږدي او خصوصي برخې ته به بيا ځي. دا په داسې حال کښې دي چې ډي سټفانو د مۍ په ۲۴ له خپل پوسټه څنګته شو. شاهيرا نائيټ سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ د ننوتلو په وړومبيو وختونو کښې د امريکې د اقتصادي ملي شورا د يوې لوړ رتبه چارواکې په توګه غوره شوه. هغې بيا وروسته ترقي وکړه او د دغې شورا د مرستيالې مديرې په توګه په فعاليت بوخته شوه. جاني ډي سټفانو هم په سپينه ماڼۍ کښې د امريکې د ولسمشر د مرستيال په توګه خدمت وکړ او د ولسمشرۍ د کارکونکو د دفتر او د عمومي ارتباطاتو د ادارې په شمول يې په يو لړ دفترونو څارنه لرله. هغه هم د ټرمپ د سوګند خوړلو د مراسمو له ترسره کېدو وروسته سپينې ماڼۍ ته داخل شوے ؤ. د سپينې ماڼۍ د دغو دوو چارواکو استعفا د ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې د استعفاګانو د لړۍ په دوام کښې رامنځته شوې ده.
د امريکې و لسمشر ډونالډ ټرمپ په اقتدار کښې د راتلو له وخت راهسې د حکومتي چارواکو او د سپينې ماڼۍ د ټيم د اجباري څنګته کولو، اخراجولو يا استعفا ته مجبورولو رويه غوره کړے او په عين حال کښې ځينې چارواکي هم د ټرمپ په سياستونو د اعتراض په وجه له خپلو پوسټونو څنګه شوي دي،په دا ډول چې تراوسه د ټرمپ د حکومت تقريباً پنځوس تنه چارواکې وېستل شوي يا استعفا ورکړې ده. په دا ډول د ټرمپ د ولسمشرۍ دوران د دې چلند په وجه په کم مخينې توګه د امريکايانو په ذهنونو کښې باقي پاتې شي. له هغو څخه د امريکې د خارجه وزير رېکس ټېلرسون، د سپينې ماڼۍ د وياند شان سپائسر، د سپينې ماڼې د سټراټيجېسټ سټيو بنين، د سپينې ماڼۍ د ارتباطاتو د مدير هوپ هېکس او د دغې ماڼس د کارکونکو مرستيال مشر ريک ډېربورن استعفاګانو ته اشاره کولې شوو.
د امريکې د پارلېمان ډېموکرېټانو د مۍ په ۲۲ نېټه په يوه فوري او هنګامي غونډه کښې د دغه هېواد د ولسمشر د استيضاح موضوع وڅېړۀ. دغه غونډه له دې وروسته جوړه شوه چې د سپينې ماڼۍ مخکښيني حقوقي صلاحکار ډن مېک ګان د امريکې د پارلېمان قضائي کمېټۍ ته د يو ليک په لېږلو سره وويل، د ټرمپ په سپارښتنه به پارلېمان ته حاضر نه شي او د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د روسيې د ادعائي مداخلت له دوسيېسره اړوندو تحقيقاتو په باره کښې به شهادت ورنکړي. له دې مخکښې هم د ميشيګان ايالت ري پبلېکن استازي جسټين آماش په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د يو پېغام په خپرولو سره د امريکې عمومي څارنوال ويليم بار د ټرمپ د مقام د ساتنې په هدف سره د عمومي افکارو د غولولو لپاره په کوشش تورن کړ او وې ليکل، د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د روسيې د ادعائي لاسوهنې د دوسيې د خاص مفتش رابرټ مولر رپوټ ښودنه کوي چې ټرمپ د قوانيو او انصاف په اجرا کولو کښې خنډونه رامنځته کړي دي.آماش همدارنګ وويل، د هغه د ګوند ځينو کسانو په پټه ويلي دي چې د ډونالډ ټرمپ د استيضاح په سره له هغه سره هم عقيده دي. آماش وړومبنے ري پبلېکن استازے چې باوري دے د مولر تحقيقات ښودنه کوي چې ټرمپ بايد استيضاح شي.
په امريکه کښې يوه نوې سروې هم ښودنه کوي چې اويا فيصده ډېموکرېټان د ډونالډ ټرمپ له استيضاح کولو ملاتړ کوي.
د ډونالډ ټرمپ د استيضاح کولو په هدف سره د ډېموکرېټانو اقدامات د امريکې د ولسمشر د قهرېدو او د دې موضوع په اړه د ردعمل د څرګندولو سبب شوي دي. د امريکې د پارلېمان د بودجې د کمېشن مشر جان يارموت د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ له سي اېن اېن چېنل سره په مرکه کښې وويل، د هغو استازيود شمېر په زياتېدو سره چې د ډونالډ ټرمپ د استيضاح غوښتونکي دي پکار دي د استيضاح بهير شروع شي. د امريکې په کانګرېس کښې يو بل ډېموکرېټ استازي الېګزېنډريا اوکاسيو کورټز هم د خپل ګوند له نمائندګانو غوښتي دي چې د ډونالد ټرمپ د استيضاح چلند بايد شروع کړي او وې ويل،د امريکې د ولسمشر اقداماتو د هغه د استيضاح لپاره حالات برابر کړي دي. د دغه زيات نفوذ لرونکي ډېموکرېټ استازي مداخلت د امريکې د پارلېمان په مشرۍ نېنسي پلوسي باندې دباونه زيات کړي دي ، خو پلوسي تراوسه د ټرمپ د استيضاح د بهير د شروع کولو لپاره د ډېموکرېټانو د غوښتنې په وړاندې مقاومت کړے دے. هغې د مۍ په درويشتمه نېټه وويل، د ډونالډ ټرمپ د استيضاح لپاره اقدام په دې وخت کښې ډېر زر او زيات تفرقه اچونکے دے.
پلوسي او د پارلېمان نور لوړ رتبه غړي مياشتې اوشوې سخت کوشش کوي چې د ټرمپ د استيضاح د بهير د شروع کېدو په اړه د ډېموکرېټو د لاندې درجې د استازيو غوښتنې يو ډول کنټرول کړي.
ټرمپ د مالياتي پاڼو د لېږلويا د کانګرېس د غړيو په وړاندې د شهادت د ادعا لپاره د خپلو مخکښېنيو صلاحکارانو د شتون په اړه د کانګرېس د ډېموکرېټانو د غوښتنو په وړاندې د مقاومت لپاره د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو ته هم لږه کتنه لري. په نورو الفاظو سره ته به وائې ټرمپ په ډېموکرېټ ګوند کښې د رېډيکل ډلې د تحريکولو په حال کښې دے چې هغوي د ولسمشر د استيضاح د بهير شروع کولو ته مجبور کړي، هغه هم د داسې کس په خلاف چې په اقتصادي ډګر کښې يې د قبول وړ لاسته راوړنې لرلې دي او په امريکه کښې د محافظه کارۍ نفوذ لرونکے او قدرتمن بهير په راتلونکو انتخاباتو کښې د هغه بيا کاميابۍ ته سخت هيله من دے.
د ټرمپ په استيضاح کولو او څنګته کولو کښې د ډېموکرېټانو ماتې يوه داسې موضوع چې په سېنټ کښې د ري پبلېکنانو برترۍ په پام سره يې امکان په نظر راځي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په انتخاباتو کښې د هغوي احتمالي ناکامي به تقويت کړي، خو دا چې ډېموکرېټان له داسې يوې ماتې سره له مخامخېدو نه د ډډې کولو لپاره د ټرمپ په احتمالي تخلفاتو د غور کولو بهير د ۲۰۲۰ کال له انتخاباتو نه وروسته او په دغو انتخاباتو کښې د هغه د بيا کاميابۍ په صورت کښې وخت ته وځنډوي.
د امريکې خارجه وزرات د مۍ په دويشتمه نېټه په خپلې ترټولو وروستۍ دريځ نيونه کښې ګواښ وکړ په داسې صورت کښې چې ترکيه د روسيې د اېس ۴۰۰ توغنده اي دفاعي سېسټم د اخېستلو معاهده حتمي کړي له زيان لرونکو نتائجو سره به مخامخه شي. د امريکې د خارجه وزارت وياند مورګان اورټاګوس په يوې بيانيه کښې وويل، مونږ ويلي دي چې اېس ۴۰۰ هوائي دفاعي سېسټم او هغه ته لاسرسائي د ترکي او له امريکې او نېټو سره د هغهې د فوځي تعلقاتو لپاره جدي عواقب لري. مونږ په واضحه توه خپله ژمنه هغوي ته اعلان کړې ده او ورسره مشارکت کوو خو په داسې صورت کښې چې هغه ترسره شي يعنې معاهده حتمي شي هغوي به له ډېرو منفي نتائجو سره مخامخ شي.»
ترکيه د جون ترمياشتې فرصت لري چې له روسيې سره د اېس ۴۰۰ سېسټم د اخېستلو د معاهدې له حتمي کېدو ډډه وکړي ګنې د دې په غېر صورت کښې له روسيې نه د فوځي ټېکنالوجۍ د واردولو په وجه به د امريکې له بنديزونو سره مخامخ شي. ترکيې په ۲۰۱۷ کال کښې له روسيې څخه د دغه سېسټم د اخېستلو فېصله وکړه، هغه وخت چې کله له امريکې څخه د پېټرياټ هوائي دفاعي سېسټم د اخېستلو لپاره د ترکيې بيا بيا کوششونه بې نتيجې پاتې شوي وو. واشنګټن له روسيې څخه د اېس ۴۰۰ هوائي دفاعي سېسټم د اخېستلو د پروګرام د لغو کولو لپاره په ځلونو په انقرې دباونه راوړي دي او وعده يې ورسره کړې ده چې د روسيې د دغه سېسټم په ځاے پېټرياټ توغنده اي دفاعي سېسټم ورته ورکوي. امريکې حتی د اېس ۴۰۰ سېسټم له اخېستلو څخه د ډډې کولو ته د ترکيې د محبورولو لپاره ګواښ وکړ چې په داسې صورت کښط چې دغه هېواد د روسيې د اېس ۴۰۰ سېسټم اخېستلو ته دوام ورکړي انقرې ته به د خپلو اېف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو حواله کول اودروي. امريکه ادعا کوي چې په نېټو کښې د ترکيې غړيتوب ته په پام سره د روسيې اېس ۴۰۰ توغنده اي سېسټم د نېټو د سېسټمونو لپاره خطرناک دے خو انقره دغه ادعا ردوي. په دې وروستيو وختونو کښط د ټرمپ مرستيال مائک پېنس ترکيه وګواښله چې انقره پکار دي په نېټو کښې د غړيتوب او د روسيې د اېس ۴۰۰ سېسټم ترمېنځ يو څيز غوره کړي.د ترکيې د دفاع وزير خلوصي آکار خپل هېواد ته د امريکې د ضرب الاجل په اړه د خبرونو په ردعمل کښې وويل: انقره دې ته اماده ده چې د روسيې د اېس ۴۰۰ توغنده اي دفاعي سېسټم د اخېستلو په سر د امريکې له بنديزونو سره مخامخه شي.
------