-
افغانستان او پاکستان د تورخم دروازې پرانېستو په تړاو هوکړې ته ورسېدل
Mar 18, 2025 02:55د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې افغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانېستو په اړه هوکړې ته سره رسېدلي دي.
-
نړۍ پوهېږي چې د تروریزم رېښه په پاکستان هیواد کې ده
Mar 17, 2025 02:26زمونږ خبریال راپور راکړی د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر پاکستان تور لګولی چې «تروریزم» صادروي او زیاته کړې ده چې نړۍ په هر ګوټ کې که ترهګر برید کېږي، رېښه یې په یو ډول پاکستان ته رسېږي.
-
ایران د پاکستان په بلوچستان کښې په پوځیانو برید په کلکه وغاند
Mar 17, 2025 02:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقايي هامانه» د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پوځ د عسکرو په بس باندې ترهګره حمله په کلکه وغندله.
-
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او دیني عالم مفتي منیر شاکر په پېښور کې ووژل شو
Mar 16, 2025 03:53د رسنیو په حواله، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او دیني عالم مفتي منیر شاکر د پېښور په اورمړ سیمه کې د یوې چاودنې له امله وژل شوی دی.
-
پاکستان له اسلاموفوبیا سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په سملاسي ګمارنې ټینګار وکړ
Mar 15, 2025 11:16د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن له اسلاموفوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د مینې، سولې او زغم پر بنسټ د اسلام د ریښتیني پیغامونو د خپرولو لپاره د خپل هیواد پر ژمنتیا او ثابت قدمۍ ټینګار وکړ.
-
ایرانۍ میرمنې یو ډیر عادلانه راتلونکی جوړولو ته هوډمنې دي
Mar 15, 2025 10:28په ملګرو ملتونو کې د ایران د دفتر مرستیالې او سفیر ې د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون په غونډه کې وویل: "په داسې حال کې چې ځینې بهرني هیوادونه هڅه کوي د فشار له لارې د ایراني میرمنو حقوق کمزوري کړي، دوی د ځان او خپلو ټولنو لپاره د یو عادلانه راتلونکي جوړولو لپاره هوډمنې دي.
-
پاکستان د افغانستان او هند خلاف په ملګرو ملتو کې شکایت کوي
Mar 15, 2025 09:42په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم، وايي چې هېواد یې غواړي له ترهه ګرۍ د هند او طالبانو د ملاتړ پر ضد ملګروملتو ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړي.
-
د تورخم دروازه تر هغې نه خلاصوو څو طالبان په سیمه کې د مورچلو جوړولو مخه ونیسي
Mar 15, 2025 03:49د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د تورخم لاره به تر هغو خلاصه نه کړي، څو چې طالبان په پوله کې د مورچلو د جوړولومخه ونه نیسي.
-
روسیې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ لپاره چمتووالی اعلان کړ
Mar 15, 2025 03:39پارس ټوډې – د بلوچستان د بولان سیمې پر مسافر وړونکي ټرین باندې د وسله وال برید او د مسافرو د برمته کولو له امله، د روسیې ولسمشر خپل پاکستاني سیال ته په یوه لیک کې، د دې ترهګریز جنایت له غندلو سربېره، له ترهګرۍ سره په مقابله کې له اسلام آباد څخه د مسکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د تورخم په اړه نن بیا جرګه جوړیږي
Mar 14, 2025 12:51د افغان رسندویو له راپور سره سم له کابل تورخم ته تللې جرګه وال، چې ټاکل شوې وه د تورخم د بیا پرانیستلو لپاره جرګې ته کښېني، د پنجشنبې په ورځ له خبرو اترو پرته کابل ته ستانه شول. افغان لوري د پاکستاني پلاوي د غړیو په ترکیب کې د لوی بدلون له کبله اعتراض وکړ.