ایران د پاکستان په بلوچستان کښې په پوځیانو برید په کلکه وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقايي هامانه» د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پوځ د عسکرو په بس باندې ترهګره حمله په کلکه وغندله.
اسماعیل بقايي پرون د ترهګرۍ په غندلو کښې چې په هر ځاې کښې په هره بڼه چې وي د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځ باندې ټینګار سره د پاکستان د وژل شویو کسانو کورنیو، خلکو او حکومت ته تسلیت ووایه او ورسره یې همدردۍ اعلان کړه.
هغه له ټروریزم سره د مقابلې او مخنیوي لپاره په سیمه ئیزه او دوه اړخیزه سویو باندې د ملګرتیاو او د هڅو د پیاوړي کولو پرضرورت ټینګار وکړ.
پرون د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې په نوشکي سیمه کښې د پوځ د عسکرو په یوه بس باندې ځان وژونکي حملې کښې اوه پوځیان وژل شوي او یولس نور ژوبل شوي وو.
د پاکستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې له تیرو څو میاشتو راهسې ترهګرې حملې او بم چاودنې زیاتې شوي دې چې تراوسه پکښې ګڼ شمیر بې ګناه خلک وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

