-
د ایران خارجه وزیر د صهیونیسټي رژیم د تیري ګرو اقداماتو په توجیه کښې د ځینو هیوادونو په پره ایزو دریځونو نیوکه وکړه
Jul 20, 2025 10:46پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تیر ماښام له خپل سویسي همرتبه سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې، د صهیونیسټي رژيم او امریکې د تیري ګرو اقداماتو په توجیه کښې د ځینو اروپايي هیوادونو د پلویتوب په درځ باندې نیوکه وکړه.
-
په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو پر ضد په سویډن کې پراخې مظاهرې وشوې
Jul 20, 2025 09:30پارس ټوډی - خبري سرچینو راپور ورکړی چې د فلسطین ملاتړو د سویډن په پلازمینه سټاکهام کې د صهیونیسټ پوځ لخوا د غزې په تړانګه کې پر ښوونځیو او روغتونونو د دوامداره بمبارۍ پر ضد مظاهرې وکړې.
-
د بودجې د سخت کمي په خاطر د اسرائيلو د ښوونځیو په بیاخلاصولو کښې ځنډ راغلی
Jul 20, 2025 09:06پارس ټوډی- د صهیونیسټي رژيم د ښوونې او روزنې وزیر ګواښ وکړ چې که چیرې د دغه رژیم د مالیې وزیر د باودې د نه تامینولو په لړ کښې خپلې تګلارې ته دوام ورکړي، نو ښايي د اسرائیلو ښوونځي سږ کال په خپلې ټاکلې نیټې خلاص نه شي.
-
امام خامنه ای: د خدای په فضل، زموږ لاسونه په ډیپلوماسۍ او پوځي میدان کې ډک دي / مونږ ه یو حساس امریکایی مرکز په نښه کړ
Jul 17, 2025 08:28پارس ټوډې – حضرت آیت الله خامنه ای د اسراییلو او امریکا لخوا په تپل شوې جګړه کې د ملي مسلې راپورته کیدل خورا مهم او د دښمن د پلان د عملي کیدو لپاره خنډ وګڼل، او زیاته یې کړه: د یرغلګرو محاسبه او پلان دا و چې د ایران په ځینو حساسو شخصیتونو او مرکزونو برید کولو سره به نظام کمزوری شي.
-
عراقچي: ایران به د سوریې د خلکو ترڅنګ اودریږي / بقائي: صهیونیسټي رژيم د سیمې د صلحې او ثبات لپاره ترټولو ستر خطر
Jul 17, 2025 08:56پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سوریې خلاف د اسرائیلو د وروستیو تیریو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې ایران به تل د دغه هیواد د خلکو ترڅنګ اودریږي.
-
له خلکو سره نرم خویه چلند
Jul 17, 2025 08:26د آل عمران د مبارکې سورې ۱۵۹ آیت د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د اخلاقي سیرت په انځورولو سره مونږ ته راښئي چې مهرباني، تیریدل او مشوره، په انساني اړیکو کښې د کامیابۍ راز او د زړونو د تړلو شاه کلۍ دي.
-
د خدای تعالی د هیرولو ټولنیزې پایلې
Jul 17, 2025 07:52د خدای تعالی جل جلاله هیرول، د ځان د هیرولو او د ټولنې د اخلاقي سقوط پیل دی. د سوره نساء ۱۳۱ هیواد خبرداری ورکوي چې له خدای سره د معنوي اړیکې پرې کول د فردي بې درکه کیدو او ټولنیز فساد لامل کیږي.
-
نوروزي: له صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې د نړیوالې رسنۍ جبهه جوړیږي
Jul 17, 2025 06:55پارس ټوډی – د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو مرستیال د صهیونیسټي رژیم او امریکې په وړاندې د نړیوالې رسندوي جبهې د جوړیدو خبر ورکړ.
-
ټرمپ: د امریکا پوځي تجهیزات مو له افغانستانه پاکستان ته لېږدولی شوای
Jul 16, 2025 08:31ټرمپ ویلي چې د طالبانو له خوا د امریکايي تجهیزاتو پر مټ له ترسره کېدونکو پوځي پرېډونو «کرکه» کوي او زیاته کړې ده: «موږ هلته ځينې تجهیزات پرېښودل. طالبان پرې پوځي پرېډونو کوي او زه د دې نندارې د لیدو زغم نه لرم.»
-
د سوریې په سویدا ولایت کې د نښتو د مړیو شمېر ۲۰۳ ته زیات شو
Jul 16, 2025 08:26د راپور له مخې، د وژل شویو کسانو له ډلې ۷۱ تنه، چې څلور ماشومان او دوه ښځې پکې شاملې دي، د سویدا ولایت اوسیدونکي وو او ۱۱۱ تنه د موقت حکومت د دفاع وزارت غړي وو.