د افغانستان او پاکستان پلاوي استانبول ته رسېدلي
وروسته له دې چې افغانستان اعلان وکړ چې د استخباراتو د ريیس حمدالله وثیق په مشرۍ پلاوی یې له پاکستان سره د خبرو لپاره استانبول ته روان شوی، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وویل چې د پاکستان پلاوی هم ور روان شوی دی.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، د پاکستان دفاع وزیر پرون تأیید کړه چې د پاکستان پلاوی د افغانستان له استازو سره د خبرو لپاره استانبول ته تللی، څو د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانو کړکېچونو حل لاره ومومي.
د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ د دوهم پړاو خبرې له څو ورځو نښتو وروسته د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په استانبول کې ترسره شوې.
د استانبول خبرې په درو مهمو ټکو متمرکزې وې:
۱. د اوربند دوام،
۲. د سولې د څارنې او تایید یو ګډ میکانېزم جوړول،
۳. او د اوربند د خلاف ورزۍ لپاره د سزاګانو ټاکل.
تمه کېږي چې د دې میکانېزم عملي جزئیات به د دواړو خواوو د جګپوړو استازو (“اصلي پلاوو”) د راتلونکې ناستې پر مهال، چې نن د نوومبر په ۶مه به بیا په استانبول کې پیل شي، وروستي او نهایي شي.