-
افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اړینې دي
Oct 22, 2023 01:03د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.
-
د هرات له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د مرستو دوام
Oct 21, 2023 11:23د افغانستان د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې او د تایباد،تربت جام او خواف ولسوالیو د ولسونو مرستې هماغه راز دوام لري.
-
صهیونیستان د جنګ او سیاست په میدان کې ماته خوړلې ده
Oct 21, 2023 12:22د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازی په عراق کې په غزې کې په المعمداني روغتون باندې د صهیونیست رژیم د برید په غندلو سره، وویل: دا برید د جنګ او سیاست په میدان کې د صهیونیستانو د ناکامی ښودنه کوي.
-
د بمونو او د ماشومانو تر مینځ مقابله کې ماشوم بریالی کیږي
Oct 21, 2023 12:20د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د فلسطین بدلونونو ته په اشارې سره، ویلي: د ماشوم او بم تر مینځ په مقابله کې، له شکه پرته ماشوم بریالی کیږي.
-
د فلسطین په ضد د صهیونیستانو په جنایاتو کې غرب شریک دی
Oct 21, 2023 12:18د لبنان د حزب الله د غورځنګ د اجرایي شورا مشر په ټینګار سره وویل: په فلسطینیانو باندې د صهیونیست رژیم په بمباریو او روانو جنایاتو کې لوېدیځوال هم ورسره شریک دی.
-
پر بشري ميراثونو د اپارتايد نیواکګر رژيم بريد ترهګریزو ډلو ته ورته دی
Oct 21, 2023 02:53د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په غزې تړانګې کې پر کلیسا باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې په غبرګون کې په یو پیغام کې ټینګار وکړ: د بشري میراثونو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم برید، له ترهګرو ډلو سره ورته والی لري.
-
د "الاقصی طوفان" عملیات د مشروع دفاع په چوکاټ کې ترسره شول
Oct 21, 2023 02:39د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر وویل: د «الاقصی طوفان» عملیات د مشروع دفاع او د فلسطین د خاورې له نیواک سره د مقابلې په چوکاټ کې چې د ګران فلسطیني ملت له حقونو څخه د سرغړونې سره مخ شوی دی،ترسره شول.
-
پاکستان دې د افغان کډوالو پر ایستلو بیا غور وکړي
Oct 21, 2023 01:42د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره کتل دي.
-
په بادغیس ولایت کې یوه سړي خپلې دوې مېرمنې وژلي
Oct 21, 2023 01:29د افغانستان په بادغیس ولایت کې یوه کس خپلې دوه مېرمنې د ښکاري ټوپک په واسطه وژلي دي.
-
یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ښارګوټی جوړوي
Oct 21, 2023 01:27د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ له مشر ډاکټر عباس فرساد سره وکتل.