-
په کربلا کې د بهرنیو زیارت کوونکو شمېر زیات شوی
Jul 27, 2023 03:49په کربلا کې د زیارت کوونکو او بهرني ماتم کوونکو پراخ شتون خپل اوج ته ورسېد.
-
د بیان د آزادۍ په پلمه دیني ارزښتونه باید تر پښو لاندې نه شي
Jul 27, 2023 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل ډنمارکي سیال سره په ټلفوني خبرو کې څرګنده کړه: د بیان آزادي هغه برخه نه ده چې دیني ارزښتونه پکې په نښه او تر پښو لاندې شي.
-
په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۸ کسان مړه شوي
Jul 27, 2023 02:00د افغانستان د سرپرست حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۶کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پر مهال یې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۸ نورټپیان دي.
-
کابل کې د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې
Jul 27, 2023 01:47د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وایي، چې په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکي وزګاره شوي، خو د افغانستان برېښنا شرکت بیا وايي چې دغه ستونزه لنډ مهاله ده او ژر به حل شي.
-
په تېرې یوې میاشتې کې له ایران څخه څه د پاسه ۴۴ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي
Jul 27, 2023 01:35د افغانستان د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکو له ایران څخه د ورېښمو له لارې هېواد ته څه د پاسه ۴۴ زره افغانانو د راستنېدو خبر ورکوي.
-
بلخ کې د عاشورا مراسمو نمانځنې لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي
Jul 27, 2023 01:27د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره بلخ کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اهل تشیع اړوند جوماتونو او تکیهخانو امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.
-
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبریالانو ته د پېژندګلوۍ کارتونه ورکوي
Jul 27, 2023 01:09د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، چې د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره یې دغه وزارت سره د خبریالانو د نومونو د ثبت او پېژندګلوۍ د کارتونو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.
-
په افغانستان کې په محرم میاشت کې په کابل کې هرکور یوحسینی بیرغ کمپاین پیل شوی
Jul 26, 2023 03:09د محرم الحرام په شپو ورځو کې د کابل یو شمیر ښاریزو پر خپلو کورونو د حسینی بیرغ په رپولو سره د ؛هر کور یو حسینی بیرغ ؛ په نامې سره کمپاین پیل کړی دی .
-
د امریکا،پاکستان او قطر خارجه وزیرانو د افغانستان بدلونونه او وضعیّت وارزوۀ
Jul 26, 2023 03:02د پاکستان ددفاع وزیر پشمول لوړپوړي سیاسی او پوځي چارواکي پخپل هیواد کې د ترهه ګرۍ مسئوله امریکا ګڼي او وائي چې امریکایانو په افغانستان کې پخپلو مسئوليّتونو په ښه ډول عمل نه دی کړی او له پلانونې پرته ئې له دغه هیواده پښئې سپکې کړې او ترهه ګري ئې خوره وره کړه .
-
دډنمارک افراطیانو بیا د قرآن کریم سپکاوی کړی
Jul 26, 2023 02:54د سویډ او ډنمارک په دغو جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره یوازې په محکومیّت بسنه کړې،البته مدعي شوی چې د بیان د آ زادۍ د ساتنې د مخصوصو قوانینو د درلودلو په دلیل ددغه شان کار خنډ نشي کیدلی.