د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبریالانو ته د پېژندګلوۍ کارتونه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136246-د_اطلاعاتو_او_کلتور_وزارت_خبریالانو_ته_د_پېژندګلوۍ_کارتونه_ورکوي
د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، چې د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره یې دغه وزارت سره د خبریالانو د نومونو د ثبت او پېژندګلوۍ د کارتونو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.
(last modified 2023-07-26T20:48:31+00:00 )
Jul 27, 2023 01:09 Asia/Kabul
  • د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبریالانو ته د پېژندګلوۍ کارتونه ورکوي

د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، چې د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره یې دغه وزارت سره د خبریالانو د نومونو د ثبت او پېژندګلوۍ د کارتونو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د دغه وزارت د مطبوعاتو او  نشراتو د څار مشر ویلي، چې خبریالانو ته د کارتونو په ورکولو سره به ټول خبریالان د دغه وزارت سره ثبت شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د اړیکو شمېره به ثبت شویو خبریالانو ته ورکول کېږي، چي ۲۴ ساعته به روښانه وي او خبریالان او رسنۍ به د ستونزو په وخت کې اړیکه ورسره نیسي او د مشکل د حل په برخه کي به همکاري ورسره کېږي.