-
د ملي یووالي او وحدت ساتل اوس تر بل هر وخته زیات اړین دي
Jun 11, 2025 12:57حضرت آیتا...العظمی سید علي خامنهاي د خپلې وینا په پیل کې نیکمرغه غدیر اختر د ټولې اسلامي نړۍ لپاره واقعاً ستر او د پراخو اسلامي معرفتي مضامینو درلودونکی نیکمرغه اختر وباله او دا مبارکه ورځ او د امام هادي علیه السلام نیکمرغه زوکړې په مناسبت ئې د ایران ستر او شریف ملت ته مبارکي وویله.
-
په اوسلو کې د ایران،عمان او مصر خارجه وزیرانو درې اړخیزه غونډه جوړه کړه
Jun 11, 2025 12:07د ایران خارجه وزیر په ناروې کې د اوسلو د نړیوالې ټولنې په دوویشتمې ناستې کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی او ټاکل شوې ده په دغې ناستې کې پر وینا سربیره د ناروې او نورو هیوادونو له لوړپوړو مشرانو او له نړیوالو نظر خاوندانو سره چې له دغې پیښې سره په یووخت په اوسلو کې شتون لری ، خبرې اترې او دنظر تبادله وکړي او د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب خپل نظر دوي ته ورسوي.
-
طالبانو ښځو ته عزت او پرده ورکړې، خو امریکا فلسطین کې ښځې او ماشومان له منځه وړي
Jun 07, 2025 12:41د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په کندهار کې د قربانۍ اختر په مناسبت وینا کې ویلي، ځینې لوري امریکا سره له دوستۍ خوشحاله دي او امریکا سره دوستي خپله بریا بولي، خو امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینيانو قاتله ده.
-
د لوی اختر په لومړۍ ورځ یوې جوړې د واده ځنډېدو له امله ځان وژنه کړې
Jun 07, 2025 11:46د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یوې کوژدن شوې جوړې، د ولور نه پوره کولو او د واده دوامداره ځنډېدو له امله، له واده وړاندې ځان وژنه وکړه.
-
په کاپیسا کې دوه تنه د کانګو تبې له امله مړه شول
Jun 07, 2025 11:31د افغانستان د کاپیسا ولایت روغتیايي چارواکو ویلي چې، تېره اونۍ دوه تنه په دې ولایت کې د ویروسي او وینه بهېدونکې ناروغۍ (کانګو تبې) له امله مړه شوي دي.
-
ملاحسن آخند: د نظام د بنسټونو په اړه ستونزې شته او باید وېښ اوسو
Jun 07, 2025 11:08د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د لوی اختر لمانځه وروسته په خپله وینا کې ویلي، که څه هم ستونزې شته، خو باید ویښ واوسو، علما او ټول افغانان باید دښمن ته د نظام د بنسټونو د کمزوري کولو اجازه ورنه کړي.
-
نن په افغانستان او پاکستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
Jun 07, 2025 11:02نن افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي.
-
افغانستان روان کال لوی اختر له عربستان سره ونه لمانځه او سبا لوی اختر دی
Jun 06, 2025 08:29زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبانو د پکتیکا اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې که لوی اختر د سعودي عربستان پر ورځ ولمانځي، سزا به وویني.
-
د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت زموږ مبارکي ومنئ
Jun 06, 2025 04:13د تهران راډیو ټول کارکوونکي په همدې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا تاسو قدرمنو مینوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.
-
طالبان دې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه ورکړي
Jun 06, 2025 04:08د فارس خلیج د همکاریو شورا د افغانستان له اوسنیو واکمنانو غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار حقونه خوندي او له زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي.