-
په ترکیې کې د افغانستان سفارت وتړل شو
Feb 07, 2025 09:38په ترکیې کې د افغانستان سفارت پرون اعلان وکړ چې د ترکیې د چارواکو د پرېکړې پر اساس، په انقرې کې یې خپل فعالیت بند کړ.
-
طالبانو په بدخشان کې لږ تر لږه د ۵۰ اسماعیلیانو مذهب وربدل کړ
Feb 03, 2025 10:46زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په بدخشان کې ځایي سرچینې وايي چې د نسي درواز ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال جمعه خان فاتح په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۵۰ اسماعلییان د خپل مذهب بدلولو ته اړ کړي دي.
-
هره میاشت تر ۵۵ پورې افغانان د ناچاودو توکو په چاودونو کې مړه یا ټپیان کېږي
Feb 03, 2025 02:23د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) ویلي چې په افغانستان کې لا هم ماینونه او ناچاودې توکي د افغانانو ژوند ګواښوي او هره میاشت په دغه هېواد کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان کېږي.
-
له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوو
Feb 03, 2025 02:06د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، له افغانستان سره په همغږۍ د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي. شریف دا خبره پرون د پولیو د واکسیناسیون د پیل په مناسبت کړې ده.
-
د افغانانو نیول د پاکستان کورني ستونزې نه شي حل کولای، بلکې کرکې زېږوي
Feb 03, 2025 01:53په پاکستان کې د افغان طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په دغه هېواد کې د افغانانو نیولو او په زوره بېرته افغانستان ته ستنولو په غبرګون ویلي: «د پاکستان د حکومت دغه چلند ستونزې نه شي حل کولای، بلکې کرکې زېږوي.»
-
له ازبکستان سره د څلور میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوه
Feb 03, 2025 01:40د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې له ازبکستان سره یې د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړې ده.
-
حامد کرزي یو ځل بیا د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پر ملي تفاهم ټینګار وکړ
Feb 02, 2025 10:34د طالبانو له لوري پر سیاسي فعالیتونو له بندیز سره سره، حامد کرزي په کابل کې د خپل کور دننه له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
-
طالبانو په بامیان کې یوه چینایي الاصله امریکایۍ ښځه او د هغې څلور ملګري نیولي دي
Feb 02, 2025 10:03په بامیانو کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو په بامیانو ولایت کې یوه چینایي الاصله امریکایۍ ښځه او څلور نور کسان چې د هغې ملتیایې کوله، نیولي دي.
-
د ناروې د ولسي مرستو سازمان په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول
Feb 02, 2025 09:43د ناروې د ولسي مرستو سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د ماین پاکۍ هغه فعالیتونه چې د امریکا په ملاتړ سره د افغانستان په ګډون په ۱۲ هېوادونوکې ترسره کېدل، د ۸۵ ورځو لپاره ځنډول شوي دي.
-
سرینا هوټل په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړ
Feb 01, 2025 03:59کابل سرینا، په افغانستان کې یوازینی عصري هوټل چې د تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول، د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه خپل فعالیت بند کړ.